جمعه, نوومبر 22, 2024
Homeخبرونهاروپايي ټولنه: ۱۵ هېوادونو مو ۴۰ زره افغانانو ته پناه ورکول منلي

اروپايي ټولنه: ۱۵ هېوادونو مو ۴۰ زره افغانانو ته پناه ورکول منلي

تاند:( جمعه ، د قوس نولسمه)‏ ‏‏اروپايي ټولنه وايي، چې ۱۵ غړو هېوادونو یې د ۴۰ زره افغانانو لپاره پناه ورکول منلي دي.

د‌ دغې ټولنې د داخلي چارو کميشنرې ایلوا یوهانسون، دغه موضوع اعلان کړې او يو لړ جزییات یې خپاره کړي.

نوموړې ويلي: جرمني په دې برخه کې د ۲۵ زره تنو، هالينډ د ۳۱۵۹ تنو او اسپانیا او فرانسه د دوه نیم- دوه نیم زره افغانانو د پناه ورکولو په اړه چمتووالی ښودلی دی.

دا اعلان په داسې حال کې شوی، چې د طالبانو عمومي مشر ملا هیبت الله اخوند زاده په يوه پيغام کې خپلو واليانو ته امر کړی، چې له هېواده بهر ته پناه وړونکو کسانو سره وويني او د ستونزو حلولو تر څنګ يې نه کډواليدو ته وهڅوي.

له افغانستان څخه د طالبانو تر واکمنیدو او د بشري او اقتصادي ناورين د شدت، بې کارۍ او راتلونکي ته د نه هیله مندۍ له کبله میلیونونه افغانان د وتو په هڅه کې دي.

ويل کيږي، چې هره ورځ يوازې د ایران خاورې ته په ناقانونه او خطرناکه توګه تر پینځو زرو پورې افغانان په دې هیله ور اوړي، چې اروپايي هېوادونو ته به لاره وکړي.

د افغانستان يو شمېر ګاونډي هېوادونه، په ځانګړي ډول پاکستان په مسلسله توګه نړیوالو ته خبرداری ورکوي، چې افغانستان ته عاجلې بشري مرستې برابرې کړي، کنه د بشري فاجعې تر څنګ نورو هېوادونو ته د مهاجرت يو خطرناک سېلاب پیلیدای شي.

طالبان بيا له خلکو غواړي، چې هېواد پرې نه ږدي او بهر ته تللي کسان هم په خپلو پیغامونو کې هڅوي، چې بیرته هېواد ته راشي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب