Homeخبرونهد عمران خان اندیښنه، د افغانستان بشري ناورین پاکستان هم اغېزمنوي

د عمران خان اندیښنه، د افغانستان بشري ناورین پاکستان هم اغېزمنوي

تاند:( جمعه ، د قوس نولسمه)‏‏‏ ‏د پاکستان صدراعظم عمران خان د دې هېواد د مطالعاتو په یوه مرکز کې د افغانستان د بشري ناورین په اړه بیا اندیښنه ښودلې او د عاجلو مرستو یې ورسره کړې ده.

نوموړي اندیښنه ښودلې، چې د افغانستان بشري ناورین به پاکستان هم اغېزمن کړي.

هغه په دې اړه نور جزییات نه دي ورکړي، خو ویل کیږي چې پاکستان دغه هېواد ته د افغان کډوالو د سېلاب د ور ماتیدو او دغه راز د نورو افراطي ډلو له پياوړتیا سره دوی ته له خطر جوړیدو اندیښنه لري.

عمران خان ټینګار کړی، چې هېواد به یې په افغانستان کې د سولې له تامینیدو سره هر اړخیزې مرستې وکړي.

له دې خبرې هم نوموړي خپله موخه نه ده څرګنده کړې.

پاکستاني صدراعظم مخکې د تاجیکستان د ولسمشر امام علي رحمان په ملتیا د طالبانو او د دوی خلاف د پنجشېر د مقاومت ډلې ترمنځ د سولې خبرو د منځګړتوب تیاری ښودلی و، خو طالبانو او د پنجشېر مقاومت ډلې دواړو دغو خبرو ته لېوالتیا ونه ښوده.

دا په داسې حال کې ده، چې د پاکستان مالیې وزارت له افغانستان سره د مرستو د ټولولو لپاره د یوه صندوق د پرانیستلو خبر هم ورکړی.

په ټولنیزو رسنیو کې یو شمېر افغانانو په دې اړه توند غبرګون ښودلی او ویلي، چې پاکستان د شوروي خلاف د افغان جګړې د وخت په شان اوس یو ځل بیا د افغانانو په نوم نړیوالې مرستې غواړي ترلاسه او خپل شړیدلی اقتصاد پرې ورغوي.

د افغانستان په استازیتوب په نړیواله کچه د پاکستان پرله پسې را څرګندیدل هم د افغانانو له سختو مخالفتونو سره مخ شوی او ان پخواني ولسمشر حامد کرزي له دغه هېواده غوښتي، چې ځانته دې د افغانانو د استازیتوب حق نه ورکوي

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...