یکشنبه, سپتمبر 22, 2024
Homeخبرونهنړیوال المپیک له افغان ورزشکارانو سره څه باندې نیم میلیون ډالره مرسته...

نړیوال المپیک له افغان ورزشکارانو سره څه باندې نیم میلیون ډالره مرسته اعلان کړه

تاند:( پنجشنبه ، د قوس اتلسمه)‏‏‏ د المپیک نړیوالې کمېټې له افغان ورزشکارانو سره د څه باندې نیم میلیون امریکایي ډالرو مرسته اعلان کړه.

دغې کمېټې ویلي، چې ۵۶۰ زره امریکایي ډالره یې د ژمنۍ عاجلې مرستې په توګه له درې سوه افغان ورزشکارانو سره مرسته پلان کړې ده.

د یادې کمېټې مشر توماس باخ ویلي، چې دغو ورزشکارانو ته د مرستې رسولو په اړه طالبانو ورسره توافق کړی دی.

نوموړي ویلي، چې یاده مرسته د افغان ورزشکارانو د ملاتړ او له بشري ناورین څخه د ور پېښو ستونزو د ژغورلو لپاره استول کیږي.

ویل شوي، چې دغه مرسته به د ملګرو ملتونو د کډوالو د عالي کمیشنرۍ له لوري افغان ورزشکارانو ته ووېشل شي.

د المپیک نړیوالې کمېټې دا هم ویلي، چې افغان ورزشکارانو ته د بشرپاله ویزو د برابرولو په هڅو بوخت دي، چې د امکان په صورت کې یې له افغانستانه بهر او خوندي کړي.

دغې کمېټې له طالبانو غوښتي، چې له هر ډول جنسیتي، قومي او نورو توپيرونو پرته د پخوا په شان افغان ورزشکارانو ته د فعالیت اجازه ورکړي او د هڅو خنډ یې نه شي.

طالبانو تراوسه د المپیک نړیوالې کمېټې د دغه اعلان په اړه څه نه دي ویلي.

پرون د طالبانو لخوا د المپیک ملي کمېټې د مشر په توګه معرفي شوي انجینر نظرمحمد مطمین په افغانستان کې له پاتې یو شمېر مډال گټونکو ورزشکارانو سره غونډه کړې او ترې غوښتي، چې په افغانستان کې پاتې شي.

دا په داسې حال کې ده، چې ورزشکاران وایي: مخکیني حکومت د عصریې په نوم د میاشتې زر افغانۍ ناڅیزه مرسته راسره کوله، خو طالبانو دغه ناڅیزه مرسته هم را باندې بنده کړې ده.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب