دوشنبه, سپتمبر 23, 2024
Homeخبرونهپکتيا کې د جلال الدين حقاني په نوم د سترې مدرسې جوړول...

پکتيا کې د جلال الدين حقاني په نوم د سترې مدرسې جوړول پیل شول

تاند:( چارشنبه ، د قوس اوولسمه)‏‏‏ طالبانو په پکتيا کې نن د حقاني شبکې د بنسټګر مولوي جلال الدين حقاني په نوم د يوې لويې مدرسې د جوړولو چارې پيل کړي.

د طالبانو خبري سرچينو ويلي، چې دا لویه دیني مدرسه ( جامعه منبع العلوم شهيد الشيخ مولوي جلال الدين حقاني رحمت الله عليه) نوميږي.

چارواکي وايي دا مدرسه په صالو خېلو سيمه کې د يوه ځايي اوسېدونکي په وقف کړې ۴ جريبه ځمکه کې، په دوه پوړيزه بڼه جوړېږي.

د دې مدرسې په اړه نور جزییات نه دي ورکړل شوي، خو د پکتيا د اطلاعاتو او فرهنګ رياست ورته د عصري دیني مدرسې اصطلاح کارولې ده.

جلال اباد حقاني د طالبانو په تېره واکمنۍ کې د دوی د سرحدونو او قبایلو وزير و، خو د واکمنۍ له ړنګېدو وروسته يې د پاکستان په همکارۍ په وزيرستان کې د حقاني شبکې په نوم خطرناکه جنګي ډله تاسيس کړه.

دغه ډله، چې په حقاني شبکې مشهوره ده، په افغانستان کې پر بهرنيانو او دغه راز ملکیانو د پېچلو او پر تلفاتو بریدونو ملامتي ور باندې تپل شوې.

د حقاني د کورنۍ یوه غړي محمد اسحق حقاني ويلي، چې د حقاني مدرسې د جوړولو موخه نورو هېوادونو ته د دیني زده کړو په موخه د ورتلو د اړتيا ختمول دي.

خپله جلال الدين حقاني او د کورنۍ غړو یې د پاکستان د مشهور ملا مولانا سميع الحق لخوا په جوړه شوې حقانيه مدرسه کې زده کړې کړې وې.

سمیع الحق د طالبانو په معنوي پلار هم مشهور و.

5 COMMENTS

  1. Afghanistan already has tremendous surplus of Mullah and Talib, the money should be spent on other priorities such as hunger housing accommodation.

  2. لعنتيانو ! په مدرسو کې خو بيله له لوطت نور څه زده کړي؟ خلکو ته ډوډۍ او کار پيدا کړۍ د پنجاب د غلامي ځنځير له غاړې لري کړۍ. هو پرون مرتد انس پنجابي هم ويل روزي زموږ په خدای ده. خو سي خدای ورکړې وه روزي خلکو ته هغه دوۍ ورنه يوړه. اوس مدرسه د لوی قاتل ځناور خرکاني په نوم جوړوي سي هلته به لوطيان او واسکټيان پکې روزل کيږي.

  3. ATTENTION TO HAQANIAAN;
    WE NOT NECESSARY MADRASSAH NOW;
    WE NEED DAME/BRIDGE AND PROJECT ON KUNER RIVER
    IF YOU REALY HONEST TO AFGHANISTAN
    CLOSE WATER OF KABUL&KUNER RIVER .BUILD ONE PROJECT OF ELECTRICITY.
    WE NEED WATER DAME FOR GOMBIRY .
    YOU KILL JAPANI NAKAMORA. YOU MUST DO HIS JOB AND BUILD NANGARHAR
    WE LOOK TO YOU WHAT YOU DOING.
    PEOPLES NEED JOBS/FOOD/MEDICINE&SECURITY
    THANK YOU

  4. دده ښځه له هغه سر طالب سره غ چې د هرې خبرې سره مدرسه ده، جنت ده، دوزخ… ماران او لړمان دي،خو خپله يې ښځې سره په بل چپرکټ پروت وي….

  5. نسانان طیارې جوړوي مریخ ته سفینې جوړوي خو پښتون دخرتوب مدرسې جوړوي. هی ستاسې مدرسې غ ئ … هی ستاسې خیرنې مفکورې غ ئ هی ستاسې د عربو چندې غ ئ
    اصلاح مصلاح نه شته، یا لویه خدایه دغه ځناور جاهل قوم نور د ځمکې له مخه ورک که چې نور یې له شره خلاص شي مرغ کم ګویش کم

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب