یکشنبه, نوومبر 24, 2024
Homeخبرونهملګرو ملتونو له ۷۷۰۰ کورنيو سره مرسته وکړه

ملګرو ملتونو له ۷۷۰۰ کورنيو سره مرسته وکړه

تاند:( چارشنبه ، د قوس اوولسمه)‏‏‏د افغانستان د بشري بحران او وچکالۍ پر وړاندې د مبارزې په ترڅ کې ملګرو ملتونو له ۷۷۰۰ کورنيو سره په کندوز او بادغيس ولايتونو کې مرستې وکړې.

باختر دولتي خبري اژانس ويلي، چې د کندوز په امام صاحب، خان اباد او قلعه ذال ولسواليو کې اکتيد موسسې له ۴ زرو کروندګرو سره د اصلاح شويو غنمو مرسته وکړه.

د کندوز د کرنې او مالدارۍ رياست لپاره د طالبانو ټاکل شوي رييس مولوي امان الله خان حسن ويلي، چې هر کروندګر ته يوه ۵۰ کيلويي بورۍ اصلاح شوی تخم وېشل شوی دی.

په يو بل خبر کې راغلي، چې ‏په بادغیس کې د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو په مالي ملاتړ ۳۷۰۰ اړمنو کورنیو نغده او غیر خوارکي توکيو مرسته وشوه.

چارواکي وايي چې د مرستو د وېش په دغه لړۍ کې پر هرې کورنۍ ۱۸ زره افغانۍ او ژمني توکي ووېشل شول.

د‌ طالبانو له واکمنیدو سره په افغانستان کې ژور اقتصادي او بشري ناورين رامنځته شوی او تر ۲۴ میلیونه پورې افغانان ډوډۍ نه لري.

د طالبانو رييس الوزرا مولوي محمد حسن اخوند څو اونۍ مخکې له ملي ټلويزيون څخه په خپله خپره کړې لومړۍ غږيږه وينا کې ملت ته ويلي، چې دوی ورسره د ډوډۍ او رزق ژمنه نه وه کړې.

حسن اخوند له ملت څخه وغوښتل، چې د ده په ټکيو ( خدای ته په بغارو شي) څو ډوډۍ ورته مساعده کړي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب