دوشنبه, سپتمبر 23, 2024
Homeخبرونهمتقي د ملګرو ملتونو مرستيالې ته، د افغان ولس حق تاسې نقض...

متقي د ملګرو ملتونو مرستيالې ته، د افغان ولس حق تاسې نقض کړی

تاند:( چارشنبه ، د قوس اوولسمه)‏‏‏ ‏د طالبانو د بهرنیو چارو وزیر مولوي امیرخان متقي د م.م. د سرمنشي له سیاسي مرستیالې روزمري دي-کارلو سره لیدلي.

د دوی د بهرنيو چارو وزارت په يوه اعلاميه کې ويلي، چې د‌لیدنې پر مهال د‌ ملګرو ملتونو مرستيالې اغلې دي-کارلو له افغانستان سره د همکاریو ژمنه وکړه، د امنیت او يو لړ نورو موضوعاتو په اړه یې څرګندوني وکړي.

‏د طالبانو د بهرنیو چارو وزیر له مرستو مننه وکړه او د همکارۍ ډاډ یې ورکړ.

هغه همدا راز وویل چې د طالبانو نوي حکومت ته په م.م. کې څوکۍ نه ورکول د افغان ولس د حق نقض دی چې د فشار په توګه کارول يې مشکلات لا پيچلي کوي.

‏د يو بل خبر له مخې: د طالبانو بهرنیو چارو وزارت سیاسي معین شیر محمد عباس ستانکزي نن د ترکیې له سفیر جیهاد ایرګین‌آی سره ليدلي او پر دوه اړخیزو اړیکو غږيدلي.

 ملګرو ملتونو روانه اونۍ طالبانو ته په دغه سازمان کې د افغانستان د څوکۍ له سپارلو ډډه وکړه او د افغانستان د پرځول شوي جمهوري نظام استازي غلام محمد اسحاقزي ته يې د استازيتوب د دوام پريکړه وکړه.

 د ټول شموله حکومت جوړول، له نړیوالو ترهګرو ډلو سره د اړیکو پرې کول او د بشري او ښځینه حقونو تضمینول د نړۍ هغه عمده شرطونه دي، چې نړیوالې ټولنې پر طالبانو يې د دوی د واکمنۍ د رسمیت پېژندلو لپاره ایښي دي.

طالبان بیا دا شرطونه ردوي او ټينګار لري، چې هم یې حکومت ټول شموله دی، هم ترهګرو ډلو سره اړیکې نه لري او هم یې بشري او ښځینه حقونه تر ټولې نړۍ ښه تامین کړي دي.

3 COMMENTS

  1. او تاسې چې دا شل کاله، ولس د عربي ځناورتوب وحشت و بربریت(جهاد) په نوم قتل عام کړ ناقضان نه یاستئ. دې سره مې مخسد د یو درجن ټامي منفور جمبوریت نه پلوی نه دی.

  2. لوږه، دکرونا ناروغی،وچ کالی او په تېره بیا نړیوال اقتصادی تحریم او بربریت
    « دې بشری ناوړین کې هېڅ سیاست ځای نه لری »
    په کار خو داوه چې طالبانو ددوحې د مذاکراتو له پیل څخه د ملګرو ملتو نو سره ګړ بړ درلودی طالبانو دېبوره لاینزدملګرو ملتو جاسوسه څنګه نه لیدله چې دبین الافغانی په نوم یی دکابل ادارې له لوری مشورې لرلی. داستاذی موضوع هم په ډاګه وه. طالبان نه پوهېږی چې همدا ملګرو ملتو نه دربانی تر شا ولاړوه او تر څویی چې کابل په کنډواله بدل نه کړ سیمه یی پرې نه ښودله.اوس په رسنیو کې دښځو دحقوقو په نوم دعوه ګیره کمېشن کارانې، اموخته خور جاسوسانې، دراوا ډله افګانې ، اوکږه خولې ماشومه ملالۍ یوسفزی هم بده تمه کې دې پاکيج کې راڅرکنده شوه. داهم لکه ملګری ملتونه دسیاست ګروګان ګیری له کړکی افغان ولس څېړی تاسې سره یې دتعلیم په سر کمپاین را اخیستی ایا تاسې نه اوری؟
    ښاغلی متقی:افغانستان دنړیوا لو شرایطو، اصولو، حقوقو ، او امتیازاتو له لارې د ملګرو ملتو نو غړیتوب ترلاسه کړی چې ۷۵ کلونو ته تاریخ رسیږی که دغه شرایط عملی بڼه لری او دروغجن نه وی مسله حل ده اوکه چېرې هسې په نوم وی. دملګری ملتونه پر ضد نړیوال قانونی چلند او احتجاج په کار دی. دافغانستان ملی حاکمیت ، خاورې تمامیت ، امنیت ، نړیوال موقف او قلمرو ته درناوی باید دسیمې دلانجې په نوم یاد نشی نور دې استخباراتی حلقه به ګوشو ته توصیه او لار ښوونه لازمه ده که بله چاره نه وینې نویو مسلکی کس ته دامسولیت ور پرېږده افغانستان ډېرتکړه حقوق پوهان لری چې دمقام او شهرت سره هیڅ بی بي سی ډوله علاقه نه لری.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب