شنبه, سپتمبر 21, 2024
Homeخبرونهم.م د افغانستان څوکۍ تر نا معلومې مودې پرځيدلي جمهوري نظام ته...

م.م د افغانستان څوکۍ تر نا معلومې مودې پرځيدلي جمهوري نظام ته پريښوده

تاند:( پنجشنبه، د قوس يوولسمه) ‏د ملګرو ملتونو سازمان، د افغانستان د څوکۍ په اړه، چې طالبانو ته يې ورکړي کنه، پريکړه بل وخت ته پريښوده.

په دې توګه، تر هماغه وخته ياده څوکۍ د افغانستان د پرځول شوي جمهوري نظام له استازي غلام محمد اسحاقزي سره پاتې شوه.

هغه د طالبانو د پرله پسې مخالفتونو باوجود، خپلې دندې ته دوام ورکوي او څو اونۍ مخکې یې هم د ملګرو ملتونو د امنیت شورا هغې ځانګړې غونډې ته د افغانستان په استازیتوب وینا وکړه، چې د افغانستان د وضعیت ارزولو په موخه جوړه شوې وه.

اسحاقزي په ياده وينا کې وويل، چې افغانستان د شدیدې کورنۍ جګړې له ګواښ سره مخ دی او د ټول شموله حکومت جوړول يې دغه ګواښ ختمولای شي.

طالبانو د هغه پرځای د خپل قطر سیاسي دفتر غړی سهیل شاهین معرفي کړی، خو ملګرو ملتونو هغه ته نه دی منلی.

د‌ ملګرو ملتونو ځینو سرچینو پرون يوې برتانوي ورځپاڼې ته ویلي، چې ملګري ملتونه د ولسواکۍ له چټکې ودې سره نور چا ته اجازه نه ورکوي، چې په زوره واکمن شي او د ترهګرۍ له پياوړي کولو سره بیا نړیوال امنیت او ثبات وګواښي.

دغې ورځپاڼې ویلي، چې طالبان په هغه صورت کې نړیوال رسمیت او ملاتړ پیدا کولای شي، چې د ځان د اصلاح لپاره نړیوال شرطونه ومني.

د ټول شموله حکومت جوړول، له نړیوالو ترهګرو ډلو سره د اړیکو پرې کول او د بشري او ښځینه حقونو تضمینول د نړۍ هغه عمده شرطونه دي، چې پر طالبانو يې د دوی د واکمنۍ د رسمیت پېژندلو لپاره ایښي دي.

طالبان بیا دا شرطونه ردوي او ټينګار لري، چې هم یې حکومت ټول شموله دی، هم ترهګرو ډلو سره اړیکې نه لري او هم یې بشري او ښځینه حقونه تر ټولې نړۍ ښه تامین کړي دي.

له دې سره، په دوحه کې د متحده ایالاتو او طالبانو ترمنځ د مذاکراتو نوی پړاو تر سره شوی، چې طالبان یې د ښو پایلو هیله لري.

د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت سیاسي مرستیال شېرمحمد عباس ستانکزي په یوه وینا کې ویلي: د امریکا سفارت به انشالله زر پرانیستل شي او ورسره به نیم ساعت کې د نړۍ ګڼ نور هېوادونه هم په کابل کې خپل سفارتونه خلاص کړي.

1 COMMENT

  1. د پورته لیکنی د پای لخوا د دوهمی کرښی ( د عباس ستانکزی څرګندونه ) :
    نړیوالو رسنیو ۲۵ دقیقې وخت ټاکلئ دئ خو ستانکزی زما زوی پنځه دقیقې پر زیاتی کړی او نیم ساعت ته ئې خبره غزولې کړېده.
    د طالب جان عاجلو او تلواری کړنو ته په کتو سره ” پنځه دقیقې تفاوت ” د پام او خواشینۍ وړ خبره ده!!!!!!

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب