Homeخبرونهد ط د‌ لیکو تصفيه، د بهرنيو استخباراتي شبکو نفوذ پکې نه...

د ط د‌ لیکو تصفيه، د بهرنيو استخباراتي شبکو نفوذ پکې نه ردوي

تاند:( پنجشنبه، د قوس يوولسمه) د طالبانو د لیکو د تصفيې د کميسيون مشر مفتي لطيف الله حکیمي وايي، چې خپلو لیکو کې د بهرنيو استخباراتي شبکو د نفوذي کسانو موجوديت نه شي ردولی.

نوموړي په يوه ټلويزيوني مرکه کې وويل، چې په افغانستان کې د تېرو شلو کلونو راهيسې مختلفو استخباراتي شبکو دلته حضور درلود او د دې امکان شته، چې دغو شبکو د دوی لیکو ته هم نفوذ کړی وي.

مفتي حکيمي، چې په عین حال کې د طالبانو د دفاع وزارت سرمفتش هم دی، ټينګار کوي چې د کميسيون فعاليتونه په جدي ډول روان او له بشپړو صلاحیتونو څخه برخمن دي.

سرچينه زياتوي، چې په ټولو ولايتونو کې یې دفترونه پرانيستي او د هغو کسانو د چاڼ او تصفیې لپاره به عاجل ګامونه واخيستل شي، چې د طالبانو په جامه کې د دوی د اصولو خلاف فعاليتونه کوي.

لطيف الله حکيمي په دې برخه کې د سلګونو هغو کسانو د تشخيص خبر ورکړ، چې د غلطیو له تشخيص وروسته د طالبانو له لیکو څخه تصفیه شوي دي.

نوموړې په ځانګړي ډول د هغو کسانو يادونه کوي، چې له داعش ډلې سره د تړاو موضوع پرې ثابتېږي.

دغه طالب مقام د یادو کسانو د محاکمې او مجازاتو خبر هم ورکړ، خو ویې نه ویل چې څومره کسان په دې تور نیول شوي دي؟

ځينې شنونکي بيا په دې باور دي، چې د خپلو لیکو د تصفيې لپاره د طالبانو اساسي دليل او وېره همدا ده، چې داعشیان يې په لیکو کې ځای پر ځای شوي او له خپله منځه یې د پاشلتيا لپاره اقدام کوي.

د افغانستان د ملي امنيت پخواني رئيس رحمت الله نبیل څه موده مخکې فارن پاليسۍ ته وويل، چې د طالبانو له منځه به د دوی ځينې ډلې زر د داعش بیرغ پورته او د دوی په خپلو وسلو او امکاناتو د دوی خلاف د جهاد ورکړل شوې فتوا عملي کړي.

طالبان بيا د داعش ډلې د قوت په اړه څرګندونې رسنيز تبلیغات ګڼي او ټينګار کوي، چې داعش پياوړی نه دی او دوی یې مزاحمتي هڅې کابو کولای شي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...