یکشنبه, سپتمبر 22, 2024
Homeخبرونهمحسن داوړ: عمران خان ط په رسمیت نه پېژني، خو استازي ته...

محسن داوړ: عمران خان ط په رسمیت نه پېژني، خو استازي ته یې وزیر وایي

تاند:( شنبه، د عقرب دوه ويشتمه) د پاکستان تر واک لاندې واکمنۍ کې د جمهوري ملي غورځنګ رهبر او د پاکستان د پارلمان غړي محسن داوړ د طالبانو د واکمنۍ پر وړاندې د پاکستاني حکومت پر دوه مخي دریځ توندې نیوکې کړي.

نوموړي په یوه ټلویزون مرکه کې وویل، چې پاکستان له یوه پلوه طالبان په رسمیت نه پېژني او له بل پلوه یې د ورغلي پلاوي مشر ته «د بهرنیو چارو وزیر» کلیمه کاروي.

د داوړ په وینا، طالبان پاکستان واک ته رسولي او خپلې ګټې پرې تامینوي، خو په ښکاره یې له رسمیت پېژندلو ډډه کوي.

محسن داوړ په افغانستان کې بشري ناورین د اندیښنې وړ ګڼلی او ویلي، چې نړۍ باید عاجله پاملرنه ورته وکړي.

هغه دغه راز، پاکستان ته د طالبانو ورغلی پلاوی د افغانستان استازی نه دی ګڼلی او ویلي، چې دغه ډله کوم منتخب حکومت نه لري، بلکې په زوره یې واک ترلاسه کړی دی.

داوړ دغه راز له پاکستاني طالبانو سره د پاکستان د حکومت د سولې هڅې د شک وړ ګڼلي او ویلي، چې نه یې پارلمان او نه سیاستوالو سره په دې اړه مشوره کړې ده.

د دغه ملتپال سیاستوال په وینا، په دې ډول به د پاکستاني حکومت او طالبانو معامله هم کوم سر ونه نیسي.

د تېرې چارشنبې په ورځ د طالبانو د بهرنیو چارو وزیر مولوي امیرخان متقي د یوه پلاوي په مشرۍ پاکستان ته لاړ او د نورو چارواکو ترڅنګ یې د پاکستان صدراعظم سره ولیدل.

د دغه سفر په اړه افغانانو ګڼ منفي غبرګونونه ښودلي.

طالبان بیا د دې سفر ښو پایلو ته هیله من دي.

1 COMMENT

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب