یکشنبه, سپتمبر 22, 2024
Homeخبرونهپاکستان ته د متقي سفر له ګڼو نيوکو سره مخ شوی

پاکستان ته د متقي سفر له ګڼو نيوکو سره مخ شوی

تاند:( شنبه، د عقرب دوه ويشتمه) پاکستان ته د طالبانو د بهرنيو چارو د وزير مولوي امیر خان متقي سفر په ټولنيزو رسنيو کې له پیله ګڼو نيوکو سره مخ شوی دی.

د تېرې چارشنبې په ورځ د طالبانو د بهرنيو چارو وزارت کابل له هوايي ډګر څخه د متقي او ورسره ملګري پلاوي هغه عکسونه خپاره کړل، چې دوی د آريانا افغان هوايي شرکت په الوتکه کې د سفر د پيل په وخت کې ښکاري.

د هماغې چارشنبې ورځې په مازيګر د پاکستان د بهرنيو چارو وزارت د طالبانو د پلاوي د ور رسيدو هغه عکسونه خپاره کړل، چې دوی له يوې پاکستانۍ الوتکه څخه د ښکته کيدو پر مهال ښيي.

د طالبانو معترضینو او زياتو افغانانو خلکو ته د طالبانو دا دروغ ويل او له پاکستاني رنګ څخه يې د انکار هڅې په ټولنیزو رسنیو کې په توندۍ وغندلې.

د دې ترڅنګ د طالبانو د بهرنيو چارو وزارت يوه مقام ولي الله شاهين ويلي و، چې متقي به د دې سفر په ترڅ کې د ترویکا پلس د پنجشبې ورځې په غونډه کې ګډون وکړي، چې د توقع خلاف د دغه ګډون اجازه ورنه کړل شوه.

متقي د یوې وینا پر مهال ادعا وکړه، چې طالبان ډېر مهذب دي او يو مخالف نه یې هم له واک ته رسېدو وروسته غچ نه دی اخيستی.

معترضانو بيا د دوی له لوري د سلګونه مرموزو هدفي وژنو يادونه وکړه، چې طالبانو په تېرو درېيو مياشتو کې وژلي دي.

د طالبانو د بهرنيو چارو وزير په پاکستان کې د مېشتو افغان کډوالو استازو ته ويلي، چې ستونزې به يې حل شي، ځکه اوس یو مسوول دولت لري.

معترضانو ليکلي، چې د متقي په اصطلاح دغه مسوول دولت هماغه پاکستان جوړ کړی او کنټرولوي، چې افغان کډوال ترې شکايتونه لري.

تر ټولو توند غبرګونونه د امير خان متقي هغو خبرو ته ښوډل شوي، چې د افغانستان لپاره یې د یوه کوچني پوځ د جوړيدو په اړه کړي دي.

افغان ليکوال او سياسي فعال نجيب ننګيال په دې اړه ليکلي:‏په یوه داسې حوزه کې چې شاوخوا دې اټومي پاکستان پروت وي او عملا دې زمکې لاندې کولو ته غل وي. بلې خوا دې ایران وي او له پېړیو پېړیو د تاړاکونو او بریدونو تاریخ ور سره لرې. بلې خوا دې د منځنۍ اسیا را پورته کېدونکي قوتونه وي. ته دې په دا منځ کې وایې چې لوی پوځ ته اړتیا نلرم.

ننګيال وړاندې لیکي: ‏د پنجابي بادار په سټېج ولاړ یې او په فخر وایې چې پخواني امنیتي ځواکونه لیکو کې نه پرېږدو. تر دې ذلیله غلامي خو ولاکه خپله پنجابي هم د پاکستان کړې وي؟ د زرمتۍ مور شیدې دې زهر شه. همدې ورځې ته یې زېږولی وې؟

طالبانو د خلکو دغو اعتراضونو ته غبرګون نه دی ښودلی، خو معمولا په ځان نيوکې او تورونه ردوي.

4 COMMENTS

  1. Bravo to Taand principals taking the time working hard while self may be busy on go, bringing up to date news and information with the touch of analyzation to their readers.

  2. داسی ښکاري چې د یو شمیر طالب مشرانو وجودکې افغانی غرور، شهامت، او د وطن پالی احساس په مایکروسکوپ هم نه لیدل کیږي، اول خو پاکستانی الوتکې کې سفر پداسی حال کې چې زموږ آریانا هم اسلام اباد ته الوتنې پیل کړي، خپله یو سپکاوی دی چې فکر نکوم د کوم بل هیواد خارجه وزیر دې کار ته غاړه کیږدي.
    د دی نه چې تیر شو د هیواد اردو په باره کې داسی خبره کول په حقیقت کې خپل بادار پوهوي چې ستا امر چې هماغه یو ضعیف افغانستان ده عملی کوم، پر سیره پر دې هلته د ملا متقی ښکرلرونکی دروغ چې ګواکې طالبان د پخواني دولت کارکونکي ندي وژلي حال دا چې تر اوسه کابل ننګرهار قندهار مزارشریف تخار او نورو ولایتونو کې تر اوسه په لسګونه تنه د پخواني دولت کارکونکي بیرحمانه وژل شوي دي.
    ملا متقی په کوټه اسلام اباد کراچی او د پاکستان نورو ښارونو کې ښارګوټي سرایونه او جایدادونه لري او له همدی وجې هغه د پاکستاني جرنیلانو او چارواکو خوشحالولو په خاطر حاضر ده هرسپکاوی او غلامۍ ته غاړه کیږدي.

  3. طالب کی نه وجدان شته نه ايمان شته نه افغانيت او نه ملې غرور طالب د پاکستان مرې دی

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب