دوشنبه, سپتمبر 23, 2024
Homeخبرونهطالبانو په بامیان کې د مزاري د مجسمې پر ځای ډبرین قران...

طالبانو په بامیان کې د مزاري د مجسمې پر ځای ډبرین قران کېښود

تاند (چهارشنبه، د عقرب ۲۰ مه) طالبانو په بامیان کې د وحدت ګوند د پخواني وژل شوي مشر عبدالعلي مزاري د مجسمې پر ځای ډبرین قرآنکریم ایښی دی.

عبدالعلي مزاري په ۱۹۹۵ کې د کابل په لور د طالبانو د پرمختګ په لومړیو کې ووژل شو.

سره له دې چې مزاري د نوي یمې لسیزې په کورنیو جګړو کې خورا خونړی رول درلود، د طالبانو د رژیم له پرزېدو په وروسته کلونو کې د افغانستان د ملي یووالي د شهید لقب ورکړل شو، په بامیان کې یې لویه مجسمه ودرول شوه او په بامیان، کابل او مزارشریف ښارونو کې یې واټونه په نامه شول.

د بامیان اوسېدونکي وايي، د سږ کال په اګست کې طالبانو د بامیان له نیولو سره سم، د مزاري مجسمه په لاسی بمونو او راکټونو ویجاړه کړه.

طالبانو د خپل تېر رژیم په وروستیو کلونو کې د بامیان سترې تاریخي مجسمې او دغه راز د کابل موزیم ځینې قیمتي اثار ویجاړ کړل چې په درسته نړۍ کې له سختو نیوکو سره مخامخ شول. خو دا ځل یې تر دې دمه تاریخي اثار ویجاړ کړي نه دي خو لا هم داسې ښکاري چې د انځور او تصویر په اړه پر خپلو بدوي او تنګ نظرو افکارو باورمن دي. له همدې کبله په ښارونو کې د اکثرو اعلانونو تصویرونه پوښل شوي دي.

په بامیان کې د مدني ټولنې یوه فعال عبدل دانشیار فرانس پریس خبري اژانس ته ویلي «طالبانو پرون مجسمه (د مزاري) یو مخ لېرې کړه او پر ځای یې ډبرین قرآن کېښود.»

ده همداراز ادعا کړې چې د بامیان خلک به د طالبانو په دې کار تاوتریخجن عکس العمل وښيي.

دانشیار همداراز ویلي چې طالبانو د بامیان په مرکزي برخه کې د مزاري د مجسمې د ویجاړولو ترڅنګ د مزاري واټ او چوک نومونه هم لېرې کړي دي.

1 COMMENT

  1. طالبان به دومره توان ولری چی د اشخاصو په نوم نومول سوی واټونو او ځایونو نومونه بدل او نور نومونه ور ته انتخاب کړی خو باید لدې کار څخه ډډه وکړی چی پر فلانی ځای باندی د فلانی مشر طالب نوم کښیږدی ځکه د وولس کرکه او نفرت به د طالب په وړاندی نوره هم ډیره او د نومول سوو مړو طالب مشرانو روح به نوره هم په خوټو وځړیږی.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب