جمعه, سپتمبر 20, 2024
Homeخبرونهد ملي امنیت رئیس: القاعدې، ایغوریانو او لښکر طیبې سره د طالبانو...

د ملي امنیت رئیس: القاعدې، ایغوریانو او لښکر طیبې سره د طالبانو اړیکه لا ټینګه شوې

تاند، دوشنبه، د ثور ۲۹مه: د ملي امنیت سرپرست رئیس احمدضیا سراج وايي، طالبانو د خپل لجاجت او تاوتریخوالي څخه ډک ذهنیت له مخې تر اوسه له امریکاسره د سولې د هوکړې هیڅ برخه باندې عمل نه دی کړی، بلکې د جګړې لپاره یې له پاکستاني مدرسو زده کوونکي راوستي دي.

نوموړي نن د امنیتي او دفاعي مشرانو په خبري ناسته کې وویل، طالبان د سولې هوکړه خپله بریا ګڼي او له همدې کبله یې پر افغان ځواکونو تر بل هر وخت د بریدونو په زیاتولو ۳۸۰۰ حملې کړې دي او پسرلني عملیات یې له اعلانولو پرته پيل کړي دي.

د ښاغلي سراج په خبره طالبانو د کوټې شورا او نورو برخو کې د جګړې د توندولو لپاره نوي تغییرات راوستي دي او د القاعده، ایغوریانو، لښکر طیبې سره یې اړیکې د پخوا په پرتله نورې هم ټینګې شوې دي: (( ثبوت یې دا دی چې شکر دره کې مو د داعش اوحقاني ډلې ګډې هستې کشف او له منځه مو یوړې ځینې کسان مو ترې ونیول.))

د سراج په خبره طالبانو له پاکستاني دیني عالمانو سره پر خپل یو نوي منشور کار پیل کړی چې د دوی په فکر د امارت له حاکمېدو سره به یې پلی کړي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب