جمعه, سپتمبر 27, 2024
Home+د ملګري او ملګرتیا په اړه د بېلابېلو پوهانو اندونه

د ملګري او ملګرتیا په اړه د بېلابېلو پوهانو اندونه

ژباړونکې: اوږۍ امانزۍ

ټوله مینه دې ملګرو ته ځانګړې کړه خو ټول رازونه دې ورته مه وایه.

ضعیفه کسان هغه څوک دي چې ملګري نه شي موندلای خو د هغه نه هم بدتره کسان هغه دي چې رښتیني ملګري له لاسه ورکوي.حضرت علی رض

 بد ملګري مو تر ټولو خطرناکه دښمنان دي. سقراط

ورور ښه دی که ملګری؟ وې ویل: ورور هغه ملګری دی چې په خپله یې ټاکو.امیل فوکو

 په ژوند کې د ډېرو  ملګرو لرل د بریا نښه نه ده بلکې د وخت د بربادولو نښه ورته ویلای شو.آرد

 څوک چې له دښمنۍ څخه ډارېږي هیڅکله به رښتینی ملګری ونه لري.هزلت

هر انسان د خپلو دوستانو د ښو او بدو صفتونو ټولګه ده. کارلایل

هیڅکله دې ملګرو لپاره خپله دنده مه پرېږده.سن لانبر

ملګري د پیسو په څیر دي .لاسته راوړل یې تر ساتلو اسانه دي.باتلر

 ملګري د خلکو په منځ کې تشویقوه او په بدو کړنو یې هغه وخت رټه چې یوازې وي. سکاروایلد

ځیني کسان داسې وي چې هر څومره ملګري یې له ټیتې طبقې نه وي د هغو لوړوالی ښیي.چترفیلد

په نړۍ کې له رښتینو ملګرو نه غوره څه نه شته.اکویناس

په ملګرتیا کې بېړه مه کوه،خو کله چې ملګری شوې نو ملګرتیا ته دې ثابته او پایداره واوسه. سقراط

که غواړئ تلپاتې ملګرتیا ولرئ نو د خپل او ملګرو ترمنځ مو حدود مشخص او مراعت کړئ.ارد

ملګري هغه کورنۍ ده چې غړي یې په خپله ټاکو.الفونس  کار

 د مینانو په  ورځ دې ملګرو ته یو لیک واستوه او د هغه لیک په اخره برخه کې ولیکه: د هغه چا له خوا چې تا خپل تر ټولو بهترین/بهترینه ګني.براون

 ملګري په باراني ورځو او  شپو کې تاسو ته د یوې چترۍ په څیر دي.پل نرولا

 هغه ملګري وټاکئ چې  ورځو ته مو هڅه او شپو ته مو سکون وي.

د ملګرو تر منځ د زړه تړون د بیانولو لپاره الفاظو او عباراتو ته اړتیا نه شته. جبران خلیل جبران

هره بدي دې دښمن ته م رسوه کېدای شي یوه ورځ دې ملګری شي او هره خبره دې ملګرو ته مه کوه کېدای شي یوه ورځ دې دښمن شي.سعدي

رښتیني ملګري مې غریبان دي.شتمن د ملګرتیا په قدر او ارزښت نه پوهېږي.موزارت

رښتینی ملګري دې لاس نیسي او زړه ته دې ارامښت وربښي.ګابریل ګارسیا مارکز

 د ځینوبدبختیو زغمل د ځینو ملګرو د خبرو له تفسیرولو نه اسانه دي.کولتون

له دښمن نه دې یو وار ووېرېږه خو له ملګري نه دې زر وارې.چارلی چاپلین

 د ښه ملګرو ځانګړنه داده چې په غلطیو دې پرده اچوي او رازونه دې ساتي. ابوعلی سینا

د دښمن د دفع کولو بهترینه لاره د دوستانو ډېرول دي. بیسمارک

ما په نړۍ کې یوازې یو ملګری لره او هغه هم  په خپله ووم.ناپلیون

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب

پلمه | زهير سپېڅلی