طالبان چې اکثرو يې ديني مدرسې ويلي دي، له عصري نړۍ سره چندان بلديت نه لري، دوی ته چې څه په مدرسه کې ښودل شوي دي، سل په سله پرې يقين او باور لري. دوی له مدرسې د باندې نړۍ هم د ملا له عينکو ګوري. د خپل مدرس او ملا خبره د پيغمبر خبره ورته ښکاري، انحراف ترې ګمراهي ګڼي.
اوس چې دوی ته د لوی او نسبتا عصري افغانستان واګې په لاس ورکړل شوي دي، دوی ورته د يو عصري هيواد نه؛ بلکې د مدرسې فکر کوي. د مدرسې مشر ملا چې هر څه وويل بايد ټول طالب العلمان يې تابعداري وکړي. د ملا د طب نبوي نسخه، دم او تعويذ پر سلو متخصصو ډاکټرانو هم نه ورکوي. د مدرسې طالب العلم ته نور عصري علوم مهم نه ښکاري، يوازې کسب يې ګڼي او پر عصري علومو پوه کس عالم نه بولي، د دوی په اند عالم يوازې هغه کس دی چې ديني علم يې کړی وي.
د مدرسې طالب العلم نظر د ښځو په اړه هم هغه نظر دی چې په مدرسه کې يې اخيستی دی. د دوی په اند ښځه يا د کور ده يا د ګور. ډېر ثواب يې په دا کېږي چې ميړه خوشحال وساتي او زړه يې بد نه کړي. د دوی په اند ښځه که د باندې وځي، بايد يو محرم کس ورسره وي او په حجاب کې داسې نغښتې وي چې د بدن هيڅ برخه يې و نه ښکاري. دوی په ټولنه کې د ګډوډۍ او بې لارۍ لامل ښځه ګڼي، نو ځکه وايي چې په جهنم کې به ښځې ډېرې وي… د ښځو په اړه د دوی دا ډول فکر دوی اړباسي چې د ښځو پر وړاندې خنډونه ایجاد کړي او دا مخلوق ټول په کور کړي تر څو په ټولنه کې د بې لارۍ مخه ونيول شي. همدا رنګه له مدرسې د باندې سړي هم د دوی په نظر سم مومنان نه دي او د خدای پر لاره نه دي برابر، د سړيو بايد ږيرې وي، پټکي وتړي، د کافرانو په شان دريشي او نيکټايي وا نه چوي. د دنياوي کارونو سره يې بايد سر و کار کم وي او ډېر وخت عبادت او د دين خدمت ته ورکړي.
د مدرسې طالب العلمان له مدرسې نه د باندې ساينسي او عصري علومو سره بيخي بلد نه وي، که چېرې يې په کوم کتاب کې ذکر هم راشي، د ښودلو پر ځای انتقاد پرې کوي او د شيطان او يا يې هم د کافرو علم بولي. د مدرسې هر طالب په سر کې يوه خيالي جنتي نړۍ لري، چې په هغې کې حوري و غلمان اوسېږي، د شرابو او شېدو ويالې پکې بهېږي، د ګټلو لپاره يې د شهادت مرګ غواړي، تر څو تل ترتله په همدې مزو کې پاتې شي. دوی ته وطن او وطنپالنه چندان ارزښت نه لري، د دوي په اند اسلام دې په يوه سيمه پورې نه محدودېږي، بايد هڅه وشي چې اسلام د تورې په زور په ټوله نړۍ کې خپور شي، د دې کار لپاره بايد جهاد تر قيامته جاري وساتل شي.
طالبان يهودان، نصارا او نور غير مسلمان هيوادونه د مسلمانانو او طالبانو ښکاره دښمنان ګڼي، د دوی په اند بايد له دوی سره هيڅکله هم دوستي ونشي او نه د مسلمانانو دوستان وګڼل شي.
دا هغه خبرې دي چې نننۍ زمانه ورسره نه ده جوړه. اوس همدا هيوادونه چې دوی يې د ملا او طالب دښمنان ګڼي، له دوی سره له دوستۍ پرته حکومتولي پر مخ نه ځي، ځکه چې دوی د ژوند په هر ډګر کې پرمختګ کړی دی، طالب که چيري د هيواد پرمختګ غواړي او له نورې نړۍ سره ځان په کتار کې دروي، بايد له ملايۍ تېر شي او هغه څه ته مخه کړي چې د هيواد او د خلکو خېر او پرمختګ ورسره تړلی وي.
د نننۍ زمانې په حکومتولۍ کې ډېر داسې څه دي چې ملايي فکر يې په هيڅ صورت نشي منلی، خو د نه منلو په صورت کې يو قدم هم مخکې نه اخيستل کېږي، لکه عصري علوم، د بانکدارۍ سیسټم، ښځو ته د سړيو په شان حقوق ورکول، هنر، موسيقي….
ملايي او حکومتولي دوه متضادې پدېدې دي، هغه څه چې د اوسنۍ نړۍ په حکومتولۍ کې ورته اړتيا ده، زموږ د ملا له فکر سره نه دي جوړ. ملا که د هيوادوالو او نړيوالو په خوښه حکومتولي کوي، نو دې ته اړ کېږي چې ملايي پرېږدي. له افغان ملا سره چې کومه مذهبي سکه ورسره ده، د نننۍ نړۍ په يوه بازار کې هم نه چلېږي. نو مجبور دی چې يا له حکومتولۍ لاس واخلي او يا پر خپله مذهبي سکه داسې غير مذهبي مهر ولګوي چې په ټوله نړۍ کې چلښت پيدا کړي.