چهارشنبه, مې 15, 2024
Homeخبرونهصالح: پاکستان به د اشغال کړي افغانستان هضمولو ته پرې نه ږدو

صالح: پاکستان به د اشغال کړي افغانستان هضمولو ته پرې نه ږدو

تاند:( جمعه، د اکتوبر ۲۲ مه) د پرځول شوي ولسمشر اشرف غني لومړی مرستیال امرالله صالح، چې ځان يې د افغانستان د جمهوري رياست سرپرست اعلان کړی، له څه موده ځنډ وروسته نن د افغانستان د وضعیت په اړه خپل نظرونه رسنیز کړي.
صالح په يو لړ ټويټونو کې افغانستان د پاکستان لخوا اشغال شوی ګڼلی او ويلي، چې په تېرو دوه نيمو مياشتو کې د افغانستان نا خالص عوايد ۳۰ سلنه کم شوي او فقر ۹۰ سلنې ته رسيدلی.
هغه دغه راز له کار او زده کړو د افغان ښځو محرومیدل، د رسنيو سانسور، د متوسطې ښاري طبقې له منځه تلل او د بانکونو سقوط د اوسني وضعيت نورې پايلې ګڼلي.
امرالله صالح دا هم وايي، چې د جمهوري نظام له سقوط سره د قطر پلازمېنه دوحه د افغاني ديپلوماسۍ مرکز ګرځېدلی او نا دولتي سازمانونه له اوسني رژيم څخه پياوړي دي.
صالح په نننيو ټويټونو کې دا هم ويلي، چې حقاني شبکه اوس په رسمي ادارو کې د ترهګرو د روزنې فرصت ترلاسه کړی دی.
له دې سره هغه پاکستان ته خبرداری ورکړی، چې افغانستان ډېر لوی هېواد دی او پاکستان یې خوړلی او هضمولای نه شي.
د ده په وينا، مقاومت په ټولو سيمو کې روان دی او ډېر افغانان به د پاکستان لخوا د هېواد د اشغال پر ضد يې وجنګيږي.
طالبانو او پاکستان د پخواني مرستيال ولسمشر دغو څرګندونو ته کوم غبرګون نه دی ښودلی.
صالح دا څرګندونې په داسې حال کې کوي، چې پرون د پاکستان د بهرنيو چارو وزير شاه محمود قريشي د دغه هېواد د پوځي استخباراتو د مخکيني رئیس فيض حميد په ملتيا کابل ته سفر وکړ او د طالبانو مشرانو سره يې وليدل.
په ټولنیزو رسنیو کې يو شمېر افغانانو له دغه پاکستاني پلاوي څخه د خاص هرکلي، د دغه پلاوي لخوا افغانستان ته بې ویزې راتګ او په ټوله کې پر طالبانو د پاکستان د ډېر اغېز په اړه توند غبرګونونه ښودلي دي.
طالبان بيا په خپلې خپلواکۍ ټینګار لري او نه مني، چې پاکستان واک ته رسولي يا نفوذ ورباندې لري.

4 COMMENTS

  1. د امرالله صالح لافو، دروغو، ډوزو، غلاوو، دوکو، ګډو وډو خبرو، شعارونو هم پخوا چه د ټول افغانستان د مسلحو قواو معاون او لمړی وزیر وه.
    او هم اوس چه بی واکه، بی اختیاره، فراری، د ډالرو او سرو زرو خختو غل، مریض او په عصبی ګولیو محتاط دی، او د تاجیکستان نه په تنهایی کی ډزی او ډوزی ولی بی معنی او پوډریانو او لیونو ته ورته خبری کوی، نور افغانانو ته د اعتبار وړ کس نه دی.

  2. هغه ورځی تیری شوی چی لنډغروو به پښتانه ده پنجاپی په نامه قتلول. تاسو چی په قوم قبلیه تاجک اومقاومت هم له تاجکستانه کوی مونږه نه وایو چی شل کاله تاجکستان زموږ هیواد اشغال کړی وو. تاسو لنډغر مفصد او پردی جاسوسان ،خوراسانیان او داعیشیان نور نشی کولی چی پښتانه په رنګارنګ نومونو ووژنی. دا ده حق او ملت غږ به همیشه قایم او دایم وی.

  3. هغه ورځی تیری شوی چی لنډغروو به پښتانه ده پنجاپی په نامه نومول او بی پوښتنی به یی قتلول. تاسو چی په قوم قبلیه تاجک اومقاومت هم له تاجکستانه کوی مونږه نه وایو چی شل کاله تاجکستان زموږ هیواد اشغال کړی وو. تاسو لنډغر مفصد او پردی جاسوسان ،خوراسانیان او داعیشیان نور نشی کولی چی پښتانه په رنګارنګ نومونو ووژنی. دا ده حق او ملت غږ به همیشه قایم او دایم وی.

  4. افغان ملت ظالم شوروی په ستره قربانی سره د خاوری څخه وشړلو اما CIA او ISI په پنجابی پاکستان کښی نمائيشی تنظیمونه د افغانستان تخریب لپاره رامینځ ته کړل او مصنوعی مذهبی مدرسی ئی د امریکا په ډالرو د مهاجرینو اولادونو لپاره د افغان ملت تباهی لپاره جوړی کړی او ددی زهرناکه کارونو لپاره خائین خلیلزاد په ۱۹۸۱ کال کښی تعین کړۍ شو ، خائین خلیلزاد افغان ملت تباه کړ او د افغانستان خاوری تمامیت او استقلال ئی په سوالیی کښ اچولۍ دی او اوس د افغانستان خاوری میراث خواره په پنجابی پاکستان کښی تربیه شوی قاتل او چورکوونکی تربیه شوی تنظیمونه او تربیه شوی قاتل طالبان خپلی حنجری ګرمی کړیدی او ځانونه د پښتنو او تاجکو نمائینده ګان اعلانوی دا دواړه خائینی یادی حلقی د افغان ملت اصلی دوښمنان دی او دا غمناکه مصیبت افغان ملت ته غلامو کمونیستانو په برخه کړۍ دی !!!! افغان ملت بیداریدونکۍ دی او دا وخت راتلوونکۍ دی چی دافغانستان خاوره د رنګارنګو قاتلانو څخه پاکه کړی او ددوی بادارانو ته تاریخی درس بیا تکرار شی !!!

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب