تاند:( جمعه، د اکتوبر ۲۲ مه) په کابل کې د ښځو د پروني لاريون يوه رسنيزه شوې ویډیو ښيي، چې طالبانو د ژورناليستانو د وهلو ډبولو تر څنګ دوی ته د ښځو ښکنځل هم کوي.
يوه خپره شوې ویډیو کې لیدل شوي، چې د طالب جنګياليو لخوا وهل کیدونکي څو بهرني خبريالان د « ژورناليست، ژورناليست» چېغې وهي، خو طالب جنګيالي د ښځې ښکنځل ورته کوي.
دا ويډيو مشهور خبریال سمیع یوسفزي تر څنګ ګڼو نورو خبريالانو په ټولنیزو رسنیو کې خپره کړې او د طالبانو دا عمل يې غندلی.
پرون له وقفه يي ځنډ وروسته، لسګونه ښځې په کابل کې د کار او زده کړو د تلف شویو حقونو د بیرته ترلاسه کولو په موخه لاريون وکړ، چې طالبانو دا لاریون هم په تشدد سره وپاشه او و ورغلي یو شمېر خبریالان یې ډوبول.
طالبانو په دې اړه رسنيو ته څه نه دي ويلي.
د طالبانو له واکمنیدو سره، په افغانستان کې تر ۲ سوو پورې رسنيو خپل فعاليتونه ودرول.
رسنۍ، د طالبانو له خوا له سخت سانسور او فشارونو شکايت لري او د دوی رژيم د بیان ازادۍ په نقض او زندۍ کولو تورنوي.
خو طالبان دا تورونه ردوي او غ بيان ازادۍ د تحقق خبره کوي.
د طالبانو ښکنځل د غربي ژورنالستانو لپاره هیڅ ارزښت نه لري، زیاتره یې بې ښځو دي، ملګرې لري! تردې خرابي ښکنځلي هره ورځ په غربي هیوادونو کې مهاجر افغانان اوري. که نور هیڅ نه وي تور سرې، شیطان افغان او دې ته ورته تحقیر امیزه خبري خو ډېري ورته ویل کیږي.