دوشنبه, سپتمبر 30, 2024
Homeخبرونهد ختيځ په سرحدي لېوا کې درنه جګړه شوې ده

د ختيځ په سرحدي لېوا کې درنه جګړه شوې ده

تاند:( جمعه، د اکتوبر ۲۲ مه) راپورونه وايي، چې تېره شپه د جلال اباد ښار کابل اډې سيمې ته څېرمه د ختيځ زون په سرحدي لېوا کې څو ساعته درنه جګړه شوې ده.

ځايي اوسيدونکو د تاند سیمه ییز خبریال ته ویلي، چې په دې جګړه کې ډ سپکو او درنو وسلو غږونه اورېدل شوي دي.

د دوی په وینا، جګړه د داعش ډلې او طالبانو ترمنځ ممکن شوې وي، ځکه په دې سيمه کې له څه مودې راهيسې پر طالبانو د یادې ډلې ډېر بریدونه ترسره شوي.

له دې سره، شمشاد ټلويزيون د خپلو سرچينو په حواله وايي، چې دا جګړه د طالبانو د دوو ډلو ترمنځ رامنځته شوې ده.

شمشاد د يادې نښتې په اړه نور جزییات نه دي ورکړي.

طالبانو په دې اړه رسنيو ته څه نه دي ويلي.

 په وروستيو د طالبانو پر ضد د داعش ډلې د فعالیتونو او دغه راز په دې ډله کې دننه د خپلمنځیو اختلافونو د زیاتیدو خبرونه زيات شوي دي.

طالبان بيا خپلمنځي اختلافونه ردوي او داعش ډله د ځان په وړاندې ګواښ نه ګڼي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب