دوشنبه, سپتمبر 30, 2024
Homeخبرونهقريشي: طالبانو سره ۵ میلیارده کلدارې مرسته کوو

قريشي: طالبانو سره ۵ میلیارده کلدارې مرسته کوو

تاند:( جمعه، د اکتوبر ۲۲ مه) ‏ ‏د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر شاه محمود قریشي پرون په کابل کې طالبانو د اسلامي امارت له مسئولینو سره د خبرو په مهال ژمنه وکړه، چې له افغانستان سره به پنځه میلیارده کلدارې مرسته کوي.
د طالبانو وياند ذبيح الله مجاهد د نوموړي په حواله ويلي، چې تورخم کې به افغان ناروغانو ته فوري ویزه هم ورکول کیږي او د تګ را تګ له پاره به یې سهولتونه برابروي.
‏قریشي دغه راز ژمنه کړې، چې افغان تجارانو ته به هم په تورخم کې د یوې میاشتې له پاره ویزه ورکول کیږي.
پاکستاني وزير په دې سفر کې ويلي، چې دروازې به تجارت له پاره ۲۴ او د خلکو د تګ را تګ له پاره ۱۲ ساعته خلاصې وي او افغاني موټر به تر کراچي او پیښور پورې د تګ اجازه ولري.
‏ويل شوي، چې پاکستان به افغانستان څخه پاکستان ته د تازه او وچو میوو  پر صادراتو باندې به مالیه هم معاف کړي.
د قريشي دا سفر په ټولنيزو رسنيو کې د يو شمېر افغانانو له توندو غبرګونونو سره مخ شوی دی.
افغان ليکوال نعمان دوست پرون پر خپل ټویټر ولیکل، چې قريشي او ورسره مېلمه پلاوي ته د افغانستان هغه خرابې مېوې په دسترخوان کيږدئ، چې پاکستان يې د صادراتو مانع شوی.
سياسي فعال او د طالبانو منتقد نجيب ننګيال په کابل هوايي ډګر کې د خپلو سرچينو په حواله ليکلي، چې پاکستاني پلاوی له ويزو پرته افغانستان ته راغلی، چې دا د افغانستان سپکاوی او د ديپلوماتيکو اصولو نقض دی.
ځينو نورو فعالانو پوښتنه کړې، چې کابل ته د پاکستان د استخباراتي ادارې د مخکيني رئیس فيض حميد غړیتوب په پروني پلاوي کې څه و؟
طالبانو دغو نیوکو ته غبرګون نه دی ښودلی.
پاکستان د طالبانو د واکمنۍ تر ټولو اصلي ملاتړی دی او په واک ته رسولو کې يې هم په مرسته تورن شوی، خو د دوی رژيم يې تر اوسه په رسميت نه دی پېژندلی.

4 COMMENTS

  1. TO TALIBS;
    BECAREFULL MYBE THAT KALDAREE WHICH PAKISTAN WANT GIVE TO YOU GIFT;
    MYBE BE FAKE,
    MARKHOOM USTAD RABANI SAID IN PESHAWER TO AFGHAN REFUGEE;
    HOW; DONOT CHANGE KALDAR TO AFGHANI;
    MYBE KALDARE BE FAKE
    THANK YOU

  2. ددوۍ له مرستي توبه طالبان که وجدان لري ځان د له دغه د ايډز له ناروغي څخه وساتي. خپل وږي د ماړه کړي طالب غلام کله وجدان لري دوۍ خو يې وفاداره غلامان دي.

  3. دا خو 288600.28$ ډالره شول. ايا طالبانو له ځان سره هم کله محاسبه کړې چې پاکستان د افغانستان سوداګرو ته په دې اوسني وضعيت کې څومره تاوان ورواړولو؟
    پاکستان خو همدا وړمه ورځ د IMF له لورې د يو ميليارد ډالرو د پور خبرې بريالۍ نه شوې، نو پوروړی به بل ته څه ورکړي؟ او په کوم شرط به يې ورکړي؟
    اوس چې ماليه معاف کړي، نو سوداګرو ته به يې څه ګټه ورسيږي؟
    طالبانو ټول افغانستان په دوه لکه اته اتيا زره او شپږ سوه ډالرو خرڅ کړ. پاکستان د همدې لپاره د روسانو او چين په مرسته له امريکا د زموږ د پيسو د خلاصون خبره کوي چې هغه نژدې لس ميليارده ډالر مو ګوتو ته کړي که څنګه؟
    او هم د ازبکستان او پاکستان د ريلوې په تړون کې زموږ خاوره د خپلو مالونو لپاره د ټرانزيټ په توګه وکاروي. طالب همدېته اسلامي حکومت وایې؟ ايا شريعت په همدې کړنه تطبيق شو؟

  4. دا میلیارډي پاکستاني کلداري د تشناب کاغذونه دي دومره چي نوم يې دی، مادي ارزښت نلري خوصوصن چي نن سبا د پاکستانی کلدري نرخ د ډالر په معاوضه کي د توت غوندي ارزښت نلري. طالب واکمنان د دې شیطان ګاونډي سره په خپلو دولتي تعاملاتو کي باید ډیر احتیاط وکړي. اوس دوی د دولت ضد چریکي ډلي نه دي بلکه واکمن عناصر دي. دوی ته پکار ده د خپل آبایی وطن عزت او غرور وساتي او زموږ ولس د پاکستاني نامردانو په مقابل کي ذلیل نکړي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب