یکشنبه, سپتمبر 29, 2024
Homeخبرونهپوتین: ۲ زره داعشیان له افغان خاورې منځنۍ اسيا ګواښي

پوتین: ۲ زره داعشیان له افغان خاورې منځنۍ اسيا ګواښي

تاند:( شنبه، د ميزان څلور ويشتمه)‏ د‌‌ روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین وايي، چې داعش ډلې د افغانستان په شمال کې تر ۲ زرو پورې جنګيالي ځای پر ځای کړي او منځنۍ اسيا ته د لار موندنې په هڅو بوخت دي.

د هغه په وينا،‌د داعش تر څنګ ځ ازبکستان اسلامي غورځنګ، جماعت انصار الله، القاعده او نورې ترهګرې ډلې هم په دغو سيمو کې فعاله دي.

د پوتين د معلوماتو په اساس، يادې ډلې له منځنۍ اسيا سره د افغانستان په پولو کې حاضر دي او د قومي او مذهبي نښتو د‌ رواجولو هڅې کوي.

روسي چارواکو مسکو ته د طالبانو د بللو او ورسره د روانې اونۍ د ناستې عمده دليل هم د دغه وضعيت په اړه د خپلو انديښنو شريکول ښودلي.

دا ناسته به د روانې میلادي میاشتې په شلمه ترسره شي.

طالبانو ويلي، چې د رئيس الوزرا د‌ مرستيال ملا عبدالسلام حنفي په مشرۍ به یې یو لوړپوړی پلاوی په دې ناسته کې برخه واخلي.

دوی د پوتین څرګندونو په اړه کوم غبرګون نه دی ښودلی.

هندوستان ويلي، چې دې ناستې ته بلل شوي او ګډون به پکې وکړي.

د ناستې د ګډونوالو هېوادونو شمېر شاوخوا ۱۰ هېواده ښودل شوی.

طالبانو د داعش ډلې خطر تر څه مودې مخکې پورې جدي نه باله او يوازې يوه مزاحمتي ډله یې ګڼله.

خو دغې ډلې د تېرې جمعې ورځې د لمانځه پر مهال د کندهار د شيعه ګانو او ور تېره جمعه په کندوز کې د شيعه ګانو پر یوه جومات له خونړيو ځانمرګو بريدونو سره سلګونه تنو ته مرګ ژوبله واړوله.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب