یکشنبه, سپتمبر 29, 2024
Homeخبرونهروسیه وايي، د مسکو په غونډه کې به طالبانو ته خپل اعتراضونه...

روسیه وايي، د مسکو په غونډه کې به طالبانو ته خپل اعتراضونه ورسوي

تاند (شنبه، د میزان ۲۴مه) د افغانستان لپاره د کریملین ځانګړی استازی وايي، روسیه غواړي چې د اکتوبر په شلمه د مسکو په فورمټ غونډه کې د طالبانو له پلاوي سره پر خپلو ملاحظو او د افغانستان د اوسنیو ستونزو د حل پر لارو خبرې وکړي.

د تاس خبري اژانس د راپور له مخې، ضمیر کابلوف، چې د جمعې په ورځ په (MGIMO) کې د سیمه ییزو اړیکو په سیستم کې د افغانستان د ځای په نوم ځانګړې ناستې ته خبرې کولې، په عین حال کې وویل چې له دې کنفرانس او خبرو باید د کوم لوی بدلون تمه ونه شي.

د کابلوف په وینا، د اکتوبر په شلمه، روسي لوری غواړي چې د افغانستان د نوي مشرتابه له استازو سره پټې او صادقانه خبرې وکړي. «موږ به خپل اعتراضونه په صداقت افغان پلاوي ته وړاندې کړو، کومه غوښتنه ورڅخه نه کوو خو په دې ورسره سلامشوره کوو چې دا ستونزې څرنګه ممکنه ده چې حل شي. موږ د کومې لویې پرېکړې تمه نه لرو، دا یوه اوږده تکاملي پروسه ده، موږ له دې لارې تفاهم ته رسېږو. په دې کې د بشري حقونو ټولې اندېښنې شاملې دي خو په عین وخت کې د افغانستان بشری وضعیت او د هغه د حل لارې چارې هم.»

د افغانستان لپاره د روسیې د ولسمشر ولادیمیر پوتین ځانګړي استازي د افغانستان په اړه په دې ټینګار وکړ چې د روسیې او همداراز نورو هیوادونو لپاره له مخدرو موادو او د ترور له ګواښ سره مبارزه لومړیتوب لري.

«په طبیعي ډول موږ توقع لرو، او زه په دې کې شک نه لرم چې دا کار به کېږي چې د افغانستان نوي چارواکي به نه یوازې د ګاونډیو هیوادونو بلکې د نورو هیوادونو د امنیتي ګټو پر ضد هم د افغانستان له خاورې استفادې ته د اجازې نه ورکولو د ژمنې پخلی وکړي.» تر دې مخکې پرون د روسیې د باندنیو چارو وزارت ویندویې ماریا زاخاروفا وویل چې مسکو راتلونکې اوونۍ تمه لري چې د طالبانو استازي د مسکو په غونډه کې ګډون وکړي.

د مسکو فورمټ غونډې ته د افغانستان، هند، ایران، چین او پاکستان استازي بلل شوي دي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب

پلمه | زهير سپېڅلی