یکشنبه, سپتمبر 29, 2024
Homeخبرونهد بشري حقونو څارونکو له افغان پناه غوښتونکو سره د ترکانو بد...

د بشري حقونو څارونکو له افغان پناه غوښتونکو سره د ترکانو بد چلند وغانده

تاند(شنبه، د میزان ۲۴مه) د بشري حقونو څارونکې ډله وايي، ترک چارواکي د نړیوال قانون خلاف افغان پناه غوښتونکي په زوره بېرته ایران ته لېږي.

هیومن رایټس واچ یا د بشري حقونو د څار ډلې د جمعې په ورځ وویل، پنځو افغانانو، چې ترکیې ایران ته شړلي و، دوی ته ویلي چې د ترکیې پوځ دوی او ورسره نور ملګري وهلي او ځینې یې دومره سخت وهلي چې هډوکي یې ورمات کړي او پنځوس کسیزې او دېرش کسیزې ډلې یې بېرته ایران ته شړلي دي.

د بشري حقونو د څار د ډلې په وینا د ځینو کورنیو غړي یې سره جلا کړي دي.

د هیومن رایټس واچ د شخړو او کړکېچونو څېړونکی بلقیس ولي ترک چارواکي دا خبره ردوي چې افغانان د پناه غوښتلو حق لري. ترک پوځیان هم د افغانانو په شړلو کې له بې رحمۍ کار اخلي.

ټاکل شوې ده چې د جرمني صدراعظمه انګیلامیرکل نن / شنبې ترکبې ته لاړه شي او د دغه هیواد له ولسمش ررجب طیب اردوغان سره وویني.

د بشري حقونو د څار ډله وايي، مېرمن میرکل باید د ترکیې حکومت وهڅوي چې د افغانانو جبري ایستل ودروي، په ډله ییز ډول د افغان پناه غوښتونکو د ایستلو، د پناه نه روکولو او د هغوی پرمخ د پولې د بندولو په اړه پلټنې وکړي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب