یکشنبه, مې 19, 2024
Homeخبرونهجلالي: طالبان د اسلامي شريعت خلاف خپل نا لیدل شوي امير سره...

جلالي: طالبان د اسلامي شريعت خلاف خپل نا لیدل شوي امير سره جبري بيعت غواړي

تاند:( سې شنبه، د ميزان شلمه) د افغانستان د کورنیو چارو پخوانی وزیر او د امریکا متحده ایالاتو د دفاعي پوهنتون مطرح استاد ډاکټر علي احمد جلالي وایي، چې د قطر په پلازمېنه دوحه کې له طالبانو سره د متحده ایالاتو وروستۍ خبرې سیاسي نه، بلکې تخنیکي وې.

جلالي په یوه ټلویزوني مرکه کې وویل، چې له طالبانو سره د امریکایانو خبرې په دې مانا نه وې، چې امریکا به طالبانو سره سیاسي اړیکې ساتي او مشروعیت به ورکوي.

د نوموړي په وینا،د امریکایانو د خبرو اصلي هدف دا و څو له طالبانو څخه د خپلو ځینو اجنډاوو په عملي کیدو کې همکاري ترلاسه کړي.

جلالي له نورو ترهګرو ډلو سره د طالبانو د اړیکو پرې کیدو ډاډ لاسته راوړل،افغانستان ته د بشري مرستو په لېږد کې همکاري او داسې نور هغه غوښتنې وګڼلې، چې امریکا پرې له طالبانو سره غوښتل تخنیکي خبرې اترې وکړي.

د افغانستان د کورنیو چارو دا پخوانی وزیر په ورته وخت کې له طالبانو غواړي، چې د نړیوال مشروعیت خپلولو لپاره باید لومړی ملي مشروعیت ترلاسه کړي.

د ده په وینا، حکومتونه اساساً خپل مشروعیت په ملي کچه ترلاسه کوي او نړیوال د هماغه مشروعیت په بنیاد دوی ته مشروعیت بښي.

ډاکټر جلالي زیاتوي: طالبانو نه د ټاکنو او نه کومې لویې جرګې له لارې واک ترلاسه کړی، چې قانوني یا دودیز مشروعیت ولري.

جلالي پر طالبانو نیوکه کوي، چې خلکو نه د دوی له هغه مشر سره بیعت غواړي، چې تر اوسه لا خلکو هیڅ لیدلی نه دی او دا ډول بیعت غوښتل د اسلامي شریعت خلاف هم دی.

طالبانو د علي احمد جلالي څرګندونو ته کوم غبرګون نه دی ښودلی.

2 COMMENTS

  1. یو د ماشومانو د نانځکو غوندې لوبه روانه ده او طالبان ددې لوبو نانځکې دي. امیر المومنین ورته ویل هم د خندا خبره ده او بیا یو نامعلوم شخص سره بیعت کول د هغې نه هم لویه د شرم خبره ده. پدې عصري زمانه کې بیرته ۱۴۰۰ کاله شاتګ او زړې مفکورې په ۲۱ پیړۍ کې عملي کول نور څه نه بلکې په ځان، خلکو او مسلمانانو رشخند وهل دي. ته د یو څو ګوتو په شمار بې نومه او نشانه مشر ته څنګه امیر وایې؟ ددوی نه ډیر په اسلام اګاه او دانا خلک او هیوادونه شته ولې هغوی خپل مشر ته امیرالمومنین نه وايی؟ باید دوی خپل مشر ته امیر الطالبین، جاهلین او تروریستین لقب ورکړي بیا به یې ورسره ومنو.

  2. که رښتیا راباندی وائی زه نور تش په نامه افغان ړوندآندو، او کارپوهانو باندی داخل یا خارج کی هیڅ باور نلرم ، ځکه د دوی په موجودیت کې زموږ هیواد باندی د نړی تر ټولو ناپوه او ظالم ډله د یو ګاونډی لخوا په زور وتپول شو ، اوس نو دا درجن درجن هر هیواد کی کارپوهان چی هر یو ځان جامع الکمالات بولي زموږ خلکو او هیواد ته څه په درد خوري؟
    اوس راځم په ځانګړی توګه جلالی صیب ته ، تاسو چی امریکی که ژوند کوئ او امریکائی چارواکو سره پیژنګلوی هم لرئ تاسو ته طالبان د هغوی کړه وړه او ملاتړی څرګند نه و چی اوس وایی طالبان داسی دي او هغسی دي ، ولی مو دا خبری وخته نه کوو او ولی مو د یو افغان کارپو په توګه امریکائی چارواکي هغه وخت پدی قانع نکړو چی اوس پس لدی چی زموږ اردو او ټول دولتی نظام ټول ړنک او د آی ایس آی په زور یو ناپوه او د منځني پیړی د افکارو درلودنکی ډله واک قبضه کړ اوس تازه له خوبه پاسیدلئ او وایی طالبان غواړي خپل ناپیژندل شوي مشر ته بیعت واخلي ….

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب