سه شنبه, مې 7, 2024
Homeخبرونهايران د افغانستان د ګاونډيانو د بهرنيو چارو وزيرانو غونډه جوړوي

ايران د افغانستان د ګاونډيانو د بهرنيو چارو وزيرانو غونډه جوړوي

تاند:( سې شنبه، د ميزان شلمه) ايراني چارواکو ويلي، چې زر به تهران کې د افغانستان د ګاونډيو هېوادونو د بهرنیو چارو وزیرانو غونډه را وبولي.

د ايران د بهرنيو چارو وزارت يوه لوړپوړي ديپلومات رسول موسوي ويلي، چې د افغانستان ګاونډيان به د افغانستان په اړه د فعال ديپلوماتيک رول له لوبولو سره د دغه هېواد قضيه کې فعاله ونډه ولوبوي.

سرچينې په دې اړه ډېر جزییات نه دي ورکړي.

د یادې ناستې دقیقه نیټه هم نه ده په ډاګه شوې.

ايران په يوه بل خبر کې له افغان پناه غوښتونکو څخه غوښتي، چې دغه هېواد ته له ناقانونه ورتلو ډډه وکړي.

د ايران د کډوالو چارو وزارت ويلي، چې هېواد يې د نورو افغان کډوالو د منلو توان نه لري.

د هغه په خبره، د هېواد پوله ساتونکو یې د ناقانونه کډوالو د ورتلو پر وړاندې محافظتي تدابير پياوړي کړي او ښه دا ده، چې افغان کډوال ايران ته د ناقانونه تګ بې ځايه خواري ونه کړي.

له دې سره ايراني چارواکو ويلي، چې په کندوز کې د تېرې جمعې ورځې د ځانمرګي برید د ټپيانو درملنې ته يې په يوه الوتکه کې روغتيايي درمل او تجهيزات استولي.

ياد شوی برید، چې مسووليت يې داعش ډلې پر غاړه واخيست، افغان اهل تشيع پکې په نښه او سلګونو کسانو ته يې مرګ ژوبله واوښته.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب