جمعه, اپریل 26, 2024
Home+ټرمپ ته په سعودي کې ځینې ورکړل شوې ډالۍ جعلې وې

ټرمپ ته په سعودي کې ځینې ورکړل شوې ډالۍ جعلې وې

تاند(سې شنبه، د میزان ۲۰مه) د امریکا پخواني ولسمشر دونالډ ټرمپ ته په سعودي عربستان کې ځینې ورکړل شوې ډالۍ جعلي راووتې.

د امریکا د متحدو ایالتونو پخوانی ولسمشر دونالډ ترمپ په ۲۰۱۷ م کال سعودي عربستان ته لاړ او له زښت زیات هرکلي او مېلمه پالنې سره مخامخ شو.

ټرمپ او د ده د سفر ملګري پلاوي لکه د ټرمپ لور ته د عادي ډالیو ترڅنګ ځینې قیمتي سوغاتونه ورکړل شول.

په دغو سوغاتونو کې د سپین پړانګ د پوستونکي یو کوټ، د پړانګ یو بالاپوش او یوه توره چې ظاهراً د پیل له عاج (داړې) جوړه شوې وه، شامل وو.

د نیویارک ټایمز ورځپاڼې د راپور له مخې، هماغه مهال د سپینې ماڼۍ قانوني وکیل ویلي و چې ممکن دا قیمتي سوغاتونه او د ولسمشر له لوري کور ته د هغو وړل به د امریکا د قانون خلاف وي، په خپله ټرمپ هم د واک تر وروستۍ ورځې پورې حاضر نه شو چې دا سوغاتونه له ځان سره یوسي، بالاخره ډالۍ د سپینې ماڼۍ د عمومي خدماتو ادارې ته وسپارل شوې؛ حال دا چې باید د متحدو ایالتونو د اوبژویو او وحشي حیواناتو ادارې ته سپارل شوې وای.

هغه پوستکي، چې د امریکا ولسمشر ته ډالۍ شوي وو، د هغو ځناورو په لیست کې شامل نه وو چې نسل یې د ورکېدو په حال کې دی.

وروسته ازمېښتونو وښوده چې د سعودي چارواکو له لوري ډالۍ شوي کوټونه له مصنوعي پوستونو جوړ شوي دي.

نیویارک ټایمز ورځپاڼه وايي، تر اوسه څرګنده نه ده چې سعودي چارواکي له دې خبر وو چې د کوټونو پوستونکي مصنوعي دي او که پر هغوی هم د اصلي په نوم تېر شوي او په ګرانه بیه ورباندې پلورل شوي دي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب