تاند(یکشنبه، د میزان ۱۸مه) د جرمني له رامشتاین هوايي اډې څخه د امریکا متحدو ایالتونو ته د افغانانو د لېږدولو بهیر پیل شو.
د سي این این د راپور له مخې، له دې اډې څخه د زرګونو افغانانو د لېږدولو بهیر وروسته له دې ودرول شو چې په وروستیو اوونیو کې د څو تنو لېږدول شویو افغانانو معاینو وښوده چې د نري رنځ ناروغي لري.
پرون (شنبه) له رامشتاین څخه څو سوه افغانان په یوه الوتکه کې د امریکا فیلادلفیا ته ورسول شول.
تمه ده چې نن په ۵ الوتکو کې شاوخوا ۱۰۰۰ تنه نور یووړل شي.
سي این این ته امریکايي چارواکو ویلي چې له دې اډې به امریکا ته الوتنې تر هغو دوام وکړي چې له رامشتاین څخه ټول ۹ زره کسان متحدو ایالتونو ته انتقال شي.
د افغان پناه غوښتونکو په منځ کې د نري رنځ د پېښو له څرګندېدو وروسته ټولو ته واکسین ورکړل شو او مخکې تر چې امریکا ته ولېږدول شي، ۲۱ ورځې په رامشتاین کې وساتل شول.
سي این این تلویزیون وايي چې د امریکا په متحدو ایالتونو کې په پوځي تاسیساتو کې تر ۴۹ زره ډېر افغانان په موقتي ډول اوسي او ټولو ته د کوي یا چیچک، نري رنځ او کوویړ ۱۹ په شان د بېلابېلو ساري ناروغیو په وړاندې واکسینونه ورکړل شوي دي.