Homeخبرونهد طالبانو او امریکا د بیا ځلي مذاکراتو پيلیدو ته غبرګونونه

د طالبانو او امریکا د بیا ځلي مذاکراتو پيلیدو ته غبرګونونه

تاند:( يکشنبه، د ميزان اتلسمه) په دوحه کې د طالبانو د اسلامي امارت او امریکا متحده ایالاتو ترمنځ د مذاکراتو بیا پيلیدو مختلف غبرګونونه رامنځته کړي.

له طالبانو سره د پرځول شوي جمهوري نظام د مذاکراتي پلاوي غړې حبیبه سرابي وایي، چې امریکا په دې خاطر له طالبانو سره دوحه کې بیا مذاکرات پيل کړي، څو د سیمه ییزو قدرتونو په لاس د هغوی د لوبولو مخنیوی وکړي.

د سرابي په خبره، امریکا متحده ایالات اندیښنه لري، چې طالبانو ته د دوی شا کول به چین او روسیه د امریکا د ګټو پرضد د طالبانو د استعمال زمینه مساعده کړي.

د افغانستان د ملي نهضت رئیس سید اسحاق ګیلاني بیا په قطر کې د متحده ایالاتو او طالبانو د پرونیو پیل شویو مذاکراتو پایلو ته خوشبین دی.

هغه په دې مذاکراتو کې له امریکایي لوري سره د افغان سولې لپاره د هغوی د ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد نه موجودیت ته خوشاله دی او زیاتوي، چې هغه نه باید نور په داسې مذاکراتو کې نه وي؛ بلکې د ناکام او خاینانه ماموریت له کبله باید محاکمه هم شي.

د طالبانو او امریکا متحده ایالاتو ترمنځ پر ځینو موضوعاتو مذاکرات پرون پيل شول.

که څه هم ويل کيږي، چې پر افغانستان د طالبانو له واکمنیدو سره، د امريکا متحده ايالاتو د استخباراتي ادارې رئیس په يوه پټ سفر کابل ته راغلی او د طالبانو له یوه مشر ملا برادر سره يې ليدلي وو، خو د هغه سفر جزييات ډېر رسنيز شوي نه وو.

د طالبانو او امريکا په پرونیو خبرو کې د طالبانو د پلاوي مشري د طالبانو د بهرنيو چارو وزير امير خان متقي او د امریکايي پلاوي مشري د هغه هېواد د بهرنيو چارو وزارت مرستیاله مېرمن وندي شرمن کوي.

ويل کيږي، چې د دواړو لوريو د دوحې تړون عملي کېدل، په افغانستان کې ټول شموله نظام جوړيدل، په کابل کې د امريکا د سفارت بيا پرانيستل او ځينې نور موضوعات د بحث او خبرو عمده برخې دي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...