تاند (یکشنبه، د میزان ۱۸مه) د پاکستان د اتوم پلار عبدالقدیر خان د ۸۵ کلونو په عمر په اسلام اباد کې وفات شو.
د پاکستان دفاع وزیر پروېز خټک پر خپله ټویټرپاڼه کښلي چې د قدیر خان پر مړینه سخت خواشینی شوی دی. خټک د قدیر خان مړینه د پاکستان لپاره لویه ضایعه بللې ده.
د پاکستان دولتي تلویزیون نن (یکشنبه) اعلان وکړ چې عبدالقدیر خان، چې د سږو ناروغي لرله، روغتون ته له رسولو وروسته سا ورکړه.
تر دې مخکې ویل شوي و چې نوموړی په کووید نولس اخته شوی دی.
عبدالقدیر خان ته په پاکستان کې په دې خاطر د یوه اتل په سترګه کتل کېدل چې اتوم بم یې جوړ کړ.
قدیر خان ډېر کلونه د پاکستان د اتومي پروګرام د ادارې ريیس و. وروسته په دې خاطر چې په پټه یې پر ایران او سعودي اتومي مواد پلورلي دي، له دندې ګوښه شو او یوه موده په کور کې نظر بند و.
پاکستان لومړنۍ اتومي ازموینه د ۱۹۹۸۸ کال په مې کې وروسته له دې وکړه چې سیال یې هند په ۱۹۷۴ کې لومړنۍ اتومي ازموینه وکړه.
پاکستان خپلې اتومي وسلې ته اسلامي اتوم بم وايي ځکه چې بل کوم اسلامي هیاد اتومي بم نه لري.