جمعه, سپتمبر 20, 2024
Homeخبرونهطالبان: کابل هوايي ډګر ته نړيوالې الوتنې پيليږي

طالبان: کابل هوايي ډګر ته نړيوالې الوتنې پيليږي

تاند:( پنجشنبه، د ميزان اتمه) د طالبانو حکومت ويلي، چې کابل هوايي ډګر ته به به نن نړيوال پروازونه پیل شي.

د طالبانو يوه وياند احمد الله وثیق وايي: ‏د نړیوال رادار دمعلوماتي پاڼې له‌مخې سر له پنجشبې ورځې کابل ته نړیوالې الوتنې پيلېږي.

د سرچينې په حواله، ترکیه، هند او ازبکستان درې هغه هېوادونه دي چې د پنجشنبې په ورځ به ترې درې مسافر وړونکې الوتکې دکابل هوايي ډګر ته الوتنې وکړي.

يادو هېوادونو په دې اړه څه نه دي ویلي.

کابل نړيوال هوايي ډګر د طالبانو له واکمنیدو او د دوی له وېرې د لسګونه زره افغانانو د تېښتې د تاريخي بې نظمۍ له وجې سخت زيانمن شو.

ويل شوي، چې دغه هوايي ډګر ته د بې نظمۍ په وخت کې تر ۱۰۰ ميليونه ډالرو تاوان رسیدلی.

طالبانو اوس د ځينو هېوادونو په مرسته د دغه هوايي ډګر د بيا فعالولو خبر ورکړی.

2 COMMENTS

  1. دوی دی خدای تباه او برباد کری چی زمونگ د هیواد او هیوادوالو تولی هیلی چی لرلی هغه یی د خاورو سزه خاوری کری او مونگه یی 200 کاله شاته بوتلو او اوس تول خلک ناامیده دی او صرف ژوندی مره دی نه د هیواد خونده شته او نه هم د هیوادوالو خونده شته هغه مسکاه چی خلکو لرله هغه د خلکو له شوند ورک شوی دی او تول خلک بی خونده دی زمونگه مکمل نظام یی تیاه او برباد کرو دوی دی خدای تباه کری نور به سه نه وایم…

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب