چهارشنبه, اکتوبر 9, 2024
Homeخبرونهشاهین: د دایمي حکومت جوړېدا وخت ته اړتیا لري

شاهین: د دایمي حکومت جوړېدا وخت ته اړتیا لري

تاند(یکشنبه، د سنبلې ۲۸) نړیواله ټولنه د طالبانو اصلي حکومت او تګلارو ته انتظار باسي خو د طالبانو د قطر د دفتر یو غړی او ویاند سهیل شاهین وايي، د دایمي حکومت جوړېدا وخت ته اړتیا لري او پکار ده چې تر هغه مخکې د افغانستان شتمنۍ ازادې شي.

امریکا د افغانستان نژدې ۱۰ ملیارد ډالره کنګل کړي دي. دا په داسې حال کې دي چې د طالبانو حکومت له سختې اقتصادي تنګسې سره لاس و ګرېوان دي. مامورینو ته معاش نه شي ورکولی او لکونه افغانان د لوږې له جدي خطر سره مخامخ شوي دي.

طالبانو یوازې له خپلو کسانو کابینه جوړه کړې چې ټول ملایان او طالبان دي خو شاهین وايي چې دا کابینه موقتي ده او په هغې کې به بدلون راوړل شي.

ښاغلي شاهین تایید کړه چې افغانان غواړي چې ژر تر ژره دایمي کابینه جوړه شي خو ممکن د دایمي کابینې د جوړولو پروسې ته ډېرو ورځو او حتي میاشتو ته اړتیا وي.

د طالبانو دغه قطري غړي وویل چې د نوي موقت حکومت د اعلان مراسم په دې خاطر لغوه شول چې وخت یې نه و ټاکل شوی او هغو هیوادونو ته چې په دې مراسمو کې د ګډون بلنه ورکړل شوې وه، په دې اړه معلومات ورکړل شول چې مراسم ځنډول شوي دي.

د طالبانو په موقته کابینه کې د هغه څه خلاف چې مخکې اټکل کېده، د قطر د دفتر غړیو ته ډېره ونډه نه ده ورکړل شوې.

ښاغلي شاهین له امریکا سره د طالبانو د حکومت د اړیکو په اړه وویل چې د امریکايي پوځیانو له وتلو وروسته هم طالبان له واشنګټن سره په تماس کې دي او د اړیکو ټینګښت تر ډېره په امریکا پورې تړلی دی.

3 COMMENTS

  1. The facts are very simple and clear :
    No doubt that Talabs and Mullahs are good fighters but other than that almost none have any working skills or for that matter never worked for a living. They always lived on others. How in the world one will expect from such a group to run a nation successfully ?

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب