تاند- د فرانسې ولسمشر ایمانویل مکرون د خپل هیواد د لومړني چټک رېلګاډي په څلوېښتمه کالیزه د دغو چټکو رېلګاډو د نوي ماډل مخکتنه د پاریس – لیون د رېلارې په تمځي کې وکړه.
د فرانسې حکومت غواړي چې د خپل هیواد د رېلارو او رېلګاډي په ملي اداره ۶ ملیارده او ۵۰۰ ملیون یورو ولګوي.
د دغه هیواد نوي چټک رېلګاډي (TGV M) په ساعت کې ۳۲۰ کیلو متره سرعت لري او له بلې خوا چاپېریال ته زیان نه اړوي. پر دې سربېره دا رېلګاډي ډېر هوسا او پراخ دي