یکشنبه, سپتمبر 22, 2024
Homeخبرونهعمران خان له ایراني ولسمشر سره د افغانستان په اړه خبرې کړي

عمران خان له ایراني ولسمشر سره د افغانستان په اړه خبرې کړي

تاند:( جمعه، د سنبلې ۲۶مه) د پاکستان صدراعظم عمران خان د ایران له نوي ولسمشر ابراهیم رئیسي سره د تاجیکستان په دوشنبه کې د افغانستان د روان وضعیت په اړه خبرې کړي.

د پاکستان د صدراعظم دفتر ویلي، چې دا لیدنه د سیمه ییزوهمکاریو د سازمان( شانګهای) د کلنۍ غونډې په څنډه کې شوې ده.

د لیدنې پرمهال پاکستاني صدراعظم په افغانستان کې د ۴۰ کلنې جګړې د پای ته رسیدو د فرصت برابریدو خبر ورکړی او ویلي، چې دغه فرصت نه ښه استفاده په کار ده.

پاکستاني صدراعظم دغه راز ویلي: د امنیتي وضعیت او ثبات ساتل، اقتصادي پراختیا او سیاسي پراختیا ته هڅې یې په افغانستان کې د هېواد لومړیتوبونه دي.

عمران خان د افغانستان په موضوعاتوکې د ایران رول هم مهم ګڼلی او د همکاریو د ترسره کیدو هیله یې ښودلې.

ده دغه راز د ایران ولسمسشر ته د پاکستان د سفر بلنه ورکړې.

د ایران رسمي دولتي خبري اژانس(ایرنا) د دې لیدنې تایید کړی، خو په لیدنه کې یې د خپل ولسمشر د دریځ او څرګندونو جزیات نه دي خپاره کړي.

2 COMMENTS

  1. دا حکومت د طالبانو ده او که عمران ده سي دوۍ دومره د افغانستان خواخوږي سول ؟ د طالبانو لپاره د شرم ځای دوۍ بايد ورته ووايي موږ خپله هم خوله او ژبه لرو تاسي ته اړه نسته.

  2. اوس د افغانانو برخليک او اينده پنجاب او ايران په کنترول کې اخيستی، طالب به يې عملي کوي، نور نو د افغانیت او خپلواک افغانستان نوم به تل غلی وي تر څو دا دوه هيوادونو ته د پنجاب غلامان ژوند وي او افغانان ورته چوپ ناست وي.
    له دې نه مرګ افغانانو ته ښه ده…

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب