Homeخبرونهد هالنډ د بهرنیو چارو وزیرې د افغانستان له کبله استعفا وکړه

د هالنډ د بهرنیو چارو وزیرې د افغانستان له کبله استعفا وکړه

تاند (جمعه، د سنبلې ۲۶) د هالنډ د بهرنیو چارو وزیرې سیرګید کاګ د پنجشنبې په ورځ له دې کبله استعفا وکړه چې په افغانستان کې د تخلیې د عملیاتو په پروسه کې بې نظمي وه.

دې وروسته له دې استعفا وکړه چې په پارلمان کې یې پر رول نیوکې وشوې.

دا د هالنډ په ايتلافي حکومت کې د خپل ګوند مشره هم ده چې شپږ میاشتې پخوا یې په انتخاباتو کې د پام وړ رایې ګټلې وې.

دې د طالبانو له لوري د کابل له نیولو وروسته دوحې، اسلام اباد او انقرې ته سفرونه وکړل.

اغلې کاګ یوازینۍ اروپايی چارواکې نه ده چې د افغانستان پر سر چوکۍ له لاسه ورکوي، تر دې وړاندې د چهارشنبې په ورځ د بریتانیا د بهرنیو چارو وزیر ډومنیک راب له دندې ګوښه شو.

پر راب په دې خاطر ډېرې نیوکې وشوې چې له افغانستانه د بریتانیا د وتلو پلان یې سم نه و.

خو تر دې هم زیات انتقاد پرې دا و چې کله طالبانو کابل نیوه، دې (راب) په رخصتۍ و.

د ده استعفا وروسته له دې وغوښتل شوه چې څرګنده شوه چې د کابل تر سقوط لږ مخکې یې له خپل مرستیاله وغوښتل چې د افغانستان له بهرنیو چارو وزیر سره له کابله د بریتانیايي پوځیانو د ترجمانانو د ایستلو په اړه ټېلفوني خبرې وکړي خو مرستیال یې د افغانستان د بهرنیو چارو وزیر حنیف اتمر ته هیڅ ټېلفون ونه کړ.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...