یکشنبه, سپتمبر 22, 2024
Home+پیل/ وقار ابراهیمي

پیل/ وقار ابراهیمي

د زیاتره انسانان هغه پیل ته نه ور له غاړې کېږي، چې پکې يې بریالیتوب نغښتي دي، د نن او سبا په پلمه یې کارونه ورک وي، چې په راتلونکي کې ژوند ورته ستونزمن کوي. لټې اؤ ناکامتيا د انسانانو عادت او خوي نه دي، او له سره یې نه خوښېږي چې په کوم کار کې دي پاتې راشي، خو ورسره په څنګ یې زیاتره وخت هڅه او کوشش له وسه نه کېږي او کارونه په یوه او بله بهانه له مخې لرې کوي، چې خپلې مخې ته ناکامۍ په خپله راولي، په څنګ کې باید ورسره باید ووایو، کامیابۍ یې هم فطري خوي نه دي، خو د هر انسان خوښېږي چې کامياب او بریالی دې وي، که یو کار سره هڅه او کوشش نه وي، معلومه خبره ده چې ناکام شخص دي. او هڅه کوشش دي، چې یو ځای نیسي او رنګ راوړي.

سین سټفېنسن د اروا پوهنې یو پیاوړی لیکوال دي، نوموړي په پښو ګرځېدلای نه شي، او معیوب دي، ډیرې خلک ورته د ژوند دسمون لپاره؛ د سلا او مشورو ترلاسه کولو لپاره ورته راځي، کله چې له سټفېنسن سره څوک ملاقات او لیدنه کوي، د‌زیاتره ملاقاتو کوونکو يې باور نه راځي، چې یو معیوب انسان دې‌دومره قوي مفکوره او وړتیا ولري.
سین سټفېنسن په خپلو نظريو او مشورو کې، خلکو ته دا توصیه کوي، چې په هر غوره عمل کې له صحي فکر څخه وروسته یو پیاوړی پیل ولرئ، خپل کارونه د نن او سبا په نوم شاته مه غورځوي، نوموړي د معیبتوب په دې حالت کې د خپل بریالیتوب یو مهم راز خپل کارونه په خپل وخت ترسره کول بولي، چې له کبله یې نوموړي هم يو پياوړي لیکوال شوي دي.
دې ته متوجه شئ، چې یو کار ته د نن او سبا بهانې کول، او کار نه ترسره کول، د کار پاتې کېدلو سربېره تاسو یو ضعیف او ناکامه شخص معارفي کوي، او ورسره په څنګ کې درنه ټنبل او سست انسان جوړوي، چې په راتلونکي کې د کوچنیو کارونو ترسره کولو وړتیا هم درنه ختموي.
پوهان وايې: پرون پرون وو، چې هغه د وخت یوه برخه وګرځېده، او نن سره هېڅ تړاو نه لري، همداسې نن نن دي، له پرون او راتلونکي سره هېڅ تړاو نه لري، پرته له ښه والي یا بدوالي څخه چې تاته ګټه یا تاوان رسوي. که نن دې یو کار په صحي ډول ترسره کړ، تېر دې ښايسته او راتلونکي دې درته له برياوو او آسانتيا ډک کړ.
هغه کار سرته رسېږي، چې د پیل په نوم یو جز ولري،هغه کار سرته نه رسېږئ چې لاس تر زنې ورته ناست یې او یوازې د فکر او خيالونو ماڼۍ جوړوي، بلکې له سالم فکر څخه وروسته په کار پیل کول هغه څه دي، چې بدلون راولي، او کار سرته رسېږي.
کله چې یوه موضوع او کار مو له غاړه شو، په وړاندې لومړي جدي پیل ولرئ، هر کار، پیل حوصله او لوړ همت غواړي چې په راتلونکي کې یې غوره حاصل ولرئ، او ثمره یې وويني، چې همدا د کامیابۍ غوره کلي ده. هغه ژوند بې برکته دي، چې کارونه او پر مخ بېول یې ناسم او ګډوډ وي، او کارونه يې په یوه او بله بهانه پرېښودل کېږي، د نعمتونو قدر، او شکر یې آداب کول د نعمتونو زیاتوالی دي.
هغه انسان چې په رښتیني ډول پوهېږي، چې وخت ارزښتناک دي، خپل کارونه په ټاکلي وخت ترسره کوي، هغه انسان پوهېږي، چې وخت نن ماته کوم ګټور چانس راکړي دي، راتلونکي کې په همدې ډول آسانتيا او چانس نه راکوي، په همدې سره خپل ژوند ښایسته کوي، ښايسه خبرې هر څوک کولاي شي، خو برعکس چې عمل ورسره نه وي، هېڅ ګټه نه لري،همداسې پیل هم دي، د کار پیل هم دي کله چې په یو کار لاس پورې کړي رنګ او ثمره راوړئ.
پاڅېږئ په رښتیني معنا پیل وکړئ، هغه کارونه تر سره کړئ، چې ژوند مو هوسا او ارامه کوي.
پیل په معنا دې، خپلو ماتو ته نه تسلېمیدل، هغه پیل چې ستاسو د روغ او غوره ژوند ضمانت کوي.
هر څوک غواړي چې په ټولنه کې یو ښه نوم ولري، خو هېڅوک دا هڅه نه کوي، چې نوموړې موخې ته رسېدل پیل کار او زيار غواړي، هغه بهانې له ځانه لرې وغورځوي، چې ستاسو د نېکمرغیو مخ یې نیولې ده.
جکسون براون وايې: دا هېڅکله مه وایه چې کافي وخت نه لرم، ځکه د نړۍ د ټولو سترو نومیالیو شخصیتونو ورځې همدا څلورویشت ساعته وې، له دې نه زیاتي څه وخت نه و ورکړل شوي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب