یکشنبه, سپتمبر 22, 2024
Homeخبرونهذبیح الله مجاهد د فرهنګ وزارت د نشراتي معینیت سرپرستي پيل کړه

ذبیح الله مجاهد د فرهنګ وزارت د نشراتي معینیت سرپرستي پيل کړه

تاند:( جمعه، د سنبلې ۲۶مه) د وسله والو طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد پرون د ویاندۍ د دندې ترڅنګ د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د نشراتي معینیت د سرپرست په توګه هم خپله دنده پيل کړه.

مجاهد د یاد شوي وزارت د سرپرست ملا خيرالله خيرخواه لخوا د دغه وزارت رييسانو او کارکوونکو ته معرفي شو.

ملا خیرخواه په دې غونډه کې ویلي: د خلکو په تېره بيا د ځوانانو ذهنيت له پردي فرهنګ څخه اغېزمن شوی دی او بايد داسې پروګرامونه وړاندې کړو چې د اسلامي اصولو او د هېواد د دودونو مطابق وي او زموږ د دنيا او آخرت د نېکمرغي سبب شي.

ذبيح الله مجاهد بیا ژمنه کړې، چې د اسلامي اصولو او قوانينو او د هېواد د ملي ګټو په اډانه کې به د فرهنګ او خپرونو په برخه کې هلې ځلې وکړي.

هغه دا دنده په داسې مهال پيل کړې، چې په افغانستان کې د بیان ازادۍ د وضعیت په اړه اندیښنې زیاتې شوي او د اقتصادي او نورو ستونزو له کبله د لسګونه رسنیو د کار بندیدو خبر ورکړل شوی.

1 COMMENT

  1. د جُهالو مرکبو وخت دی. خوښه يې خپله هر څه چې کوي. وطن يې پنجاب ته اشغال او د پنجاب په اختيار کې ورکړ. نور څه غواړي؟
    د ده شکل له دې دندې سره جوړ نه دی.
    له ده څخه خو موږ ته په فرهنګ کې ځانوژنې او داسې نورې قبيحه کړنې په ميراث راپاتې دي، نو دی به فرهنګ ته څه په درد وخوري؟
    جوماتونه هم له دوی په امان پاتې نه شول. سمه ده چې په حکومتي اړخ کې به هم کميانې وې، خو په ولس کې د وېرې خپرونې لپاره پر جوماتونو او ښوونځيو او داسې نورو د خير ښېګڼو په ځايونو کې د دوی بريدونه د توجيه وړ نه دي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب