شنبه, مې 4, 2024
Homeخبرونهاقتصادي خبرونهد افغانستان په بانکونو کې ډالر نه موندل کېږي، د افغانستان بانک...

د افغانستان په بانکونو کې ډالر نه موندل کېږي، د افغانستان بانک ډالر غواړي

تاند(پنجشنبه، د سنبلې ۲۵) په افغانستان کې خبرې سرچینې وايي، د هیواد په بانکونو کې د موجودو ډالرو اندازه په ختمېدو ده او که د طالبانو موقت حکومت دوی ته نورې نغدې پیسې ورنه کړي بانکونه به مجبوره شي چې خپلې دروازې بندې کړي.

د افغانستان اسعاري زېرمه په امریکا کې ساتل کېږي او که افغانستان ته اسعار ونه لېږل شي، د افغانستان په بانکونو کې به د نغدو پیسو جریان ودرېږي.

د افغانستان د بانکونو مشران باور لري چې په بانکونو کې د ډالرو کموالی به د زیات انفلاسیون، د خوراکي موادو او اساسي وسایلو د بیو د لوړوالي او له بهر څخه د مالونو د وارداتو لپاره د لا زیاتو ستونرو سبب شي.

دوو سرچینو، چې له دې وضعیته پوره خبرې وې، وویل چې په جریان کې د ډالرو کموالی له نژدې یوې میاشتې مخکې څخه او د طالبانو له لوري د کابل له نیولو راایسته پیل شوی خو اوس چې دا ستونزه نوره هم ډېره شوې، د بانکونو ريیسانو په وروستیو ورځو کې د افغانستان بانک او د طالبانو موقت حکومت ته خبرداری ورکړی دی.

د افغانستان بانکونو نژدې یوه میاشت وړاندې خپلو مشتریانو ته په اوونۍ کې تر ۲۰۰ ډالر ایستلو اجازه ورکړه او له همدې کبله د بانکونو مخته اوږده کتارونه ولاړ وي.

د افغانستان د مرکزي بانک (د افغانستان بانک) بې ثباتي چې د طالبانو له واک ته رسېدو وروسته یې د بهرنیو اسعارو زېرمه کنګل شوې ده، د افغانستان خلکو ته د نړیوالې ټولنې پر مرستو منفي اغېز شیندلی شي.

خصوصي بانکونو په وروستیو ورځو کې له افغانستان بانک څخه غوښتي چې بانکونو ته ډېر ډالر ورکړي خو د افغانستان بانک ځواب نه دی ورکړی ځکه چې د افغانستان بانک او دولت په زېرمو کې کافي پیسې نه شته.

یوې سرچینې رویټرز خبري اژانس ته ویلي «زموږ د نغدو پیسو اندازه په څو ورځو کې ختمېږي. که حکومت ژر اقدام ونه کړي ممکن اعتراضونه او تاوتریخوالی پېښ شي.»

د افغانستان بانک سرپرست ريیس پرون / چهارشنبه د دغه بانک په ویبپاڼه کې اعلان وکړ چې د افغانستان ټول بانکونه ثبات لري او خوندي دي.

ده همداراز لیکلي چې خصوصي بانکونه معمولاً د خپلې شتمنۍ نژدې په سلو کې ۱۰ د نغدو پیسو په بڼه ساتي خو د افغانستان په بانکونو کې دا اندازه د هغو د شتمنۍ نژدې ۵۰ سلنه ده.

په همدې حال کې د افغانستان بانک له خلکو غوښتي چې له خپلو ملي پیسو افغانیو کار واخلي.

3 COMMENTS

  1. د خصوصی بانکو خپل ډالر څه شول؟ هغوی که له خلکو افغانی اخیستی وی نو ولی افغانی نه ورکوی؟ آخیر نغدی افغانی څه سوی؟ دشهزاده مارکیت داقتصاد دراپورځولو او که داقتصاد خرابولو مارکیت دی؟
    هیله ده څوک جواب راته راکړی.
    دتاند به دا ژورنالیستیک مسؤلیت وی چه دا ټکی روښانه کړی.
    داسی ښکاری بانکونه دافغانستان په غم کی ندی. دهغوی مشران باید ترنظر لاندی ونیول سی چه دوی هم غلا ونکړی.

  2. بانکونو کې ځکه ډالر نشته چې پدی څو اونیو کی ټولی پیسی طالبانو په تبلیغاتي چارو باندی لګولي دي په داسی حال کی چی د هیواد زرهاوو د دولت ټیت رتبه مامورین ، معلمین او اجیران چې په هماغه میاشتنۍ معاش او تنخوا خپلو بچو له ډوډی او د ژوند نور اړتیاړی برابرول، د طالبانو اداره هغوی ته تر اوسه خپل معاش چی د هغوي حلال پیسی دي ندی ورکړی د دی کورنئ یو شمیر اړ شوي حتی خپل د کور سامان وپلوري تر څو خپلو بچو ته یو مړی ډوډی برابر کړي مګر په عین حال لیدل کیږي چې طالب چارواکي په بانکونو کی موجوده پیسی په تبلیغاتی چارو لکه د سپین بیرغو په رانیولو د کابل ښار په دیوالونو د شعارونو په لیکولو او نور تبلیغاتي چارو لګوي ، په همدی لنډ وخت کی د کابل ښار ټول سړکونه واټونه او کوڅی د طالباتو له شعارونو او بیرغونو نه ډک سوي دي، څوک نسته چی دوي نه وپوښتي چې آیا د مامورینو او اجیرانو معاشونه اړینه ده که داسی تبلیغاتی لګښتونه.
    دوي خو خلکو ته وعده ورکول چې غواړي یوه پاکه شفافه او خلکو ته ضمه واره اداره جوړ کړي
    آیا ولس مقابل کی ضمه واری همداسی وي؟

  3. دزیړګل خبره دنغدو نیستی ښیی. نه دډالرو نیستی. آخیرنی سوال بیاهم ندی جواب سوی. آخیر نغدی افغانی څه سوی؟ که هغه په شعارو ختمی سوی وی نو دا څنګه شل کلنه لاسته راوړنه وه؟

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب