Home+د درماتولوژي اړوند عمومي اصطلاح ګاني

د درماتولوژي اړوند عمومي اصطلاح ګاني

ژباړن او را ټولوونکی: احسان الله ژمن

Macule
د لاتین کلیمې (stain=رنګ) څخه اخیستل سوی، مانا یې (په رنګ کي بدلون) ده.
په دې لېژن کي یوازي د پوست رنګ په (سور، شین، تور) باندي بدلېږي، دا بدلون د التهاب، میلانین مادې د زیاتېدو یا کمېدو او د رګو د پراخېدو له کبله رامنځته کېږي.
د پوست پر سطحه د macule اندازه تر 2cm پوري وي.
Lesion
د بدن په حجرو کي هغه ځانګړي بدلونونه چي د یوې ناروغۍ په مرسته را منځته کېږي.
Patch
که چېري د پوست د رنګ بدلون تر 2cm زیات سي (macule تر 2cm زیات سي)، دې لېژن ته patch وایي.

Papule
د درم یا اِپیدرم د برخي محدود (له نیم څخه تر یو سانتي متر پوري) لیژن، چي د پوست سطحه یې را پورته کړې وي.
Nodule
که چېري د papule اندازه تر 1cm زیاته سي، دې لېژن ته Nodule وايي.

Plaque
هغه هموار او سطحي لېژن، چي د 2cm قطر په اندازه یې پوست را پورته کړی وي.

Hemangioma
هغه papule یا Nodule چي د رګ پر سطحه را پیدا سي.

Vesicles = bullae = blisters
هغه لېژن چي د پوست سطحه یې را پورته کړې وي او شفافه مایع پکښې وي.
د درمِس یا اپيدرمِس څخه منشااخلي.

Lichenification
سخت او ډبل پوست، چي برجستګۍ ولري. دا لېژن د پوست د زیات ګرولو(rubbing) او مزمن التهاب له امله رامنځته کېږي.
Pustule
هغه لېژن چي چرک ولري او د انتان له امله را پیدا کېږي.

Ulceration
د پوست ټوله اِپیدرمِس برخه له منځه تلل، چي د رغېدو په پایله کي یې scar جوړېږي.
Erosion
په سطحي ډول د پوست د اپیدرمس برخه له منځه تلل، چي د رغېدو په پایله کي یې scar نه جوړېږي.
Excoriation
د ګروَلو له امله د اِپیدرمِس برخي بشپړ یا قسمي تخریب.
Fissure
هغه درز (slits) چي د پوست ټولي طبقې یې نیولي وي.
Desquamation
پوست اچول (پوست کېدل) ؛ چي زیات وخت د حاد التهاب له امله وي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...