شنبه, سپتمبر 21, 2024
Homeخبرونهپه م.م. کې د افغانستان دایمي استازي پر طالبانو د بندیزونو غوښتنه...

په م.م. کې د افغانستان دایمي استازي پر طالبانو د بندیزونو غوښتنه وکړه

تاند(سې شنبه، د سنبلې ۲۳) غلام اسحاقزی، چې لا هم په ملګروملتو کې د افغانستان دایمي استازی دی، وايي چې له نړیوالې ټولنې غواړي د طالبانو حکومت په رسمیت ونه پېژني.

د دې لپاره چې د طالبانو حکومت تراوسه هیڅ هیواد په رسمیت نه دی پېژندلی، په هیوادونو او ملګروملتو کې سفیران نه شي بدلولی.

ښاغلي اسحاقزي نه یوازې د طالبانو د حکومت د نه رسمیت پېژندلو غږ کړی بلکې غوښتنه یې کړې چې ملګري ملتونه دې پر طالبانو بندیزونه ولګوي.

د طالبانو د کابینې د مشر ملامحمدحسن اخوندزاده او د کورنیو چارو وزیر سراج الدین حقاني په شمول د حکومت ځینې مشران د ملګروملتو یا امریکا په تورو لیستونو کې شامل دي.

تر څو چې امریکا او ملګري ملتونه طالب مشران له تور لیسته ونه باسي د طالبانو د حکومت د رسمیت پېژندلو ستونزه به پر خپل حال پاتې وي.

طالبان وايي چې د امریکا او طالبانو د ۲۰۲۰ کال د فبرورۍ د ۲۹ نېټې په موافقه کې امریکا ژمنه کړې چې طالب مشران به له تورو لیستونو ایستل کېږي خو امریکا تر اوسه پورې خپله ژمنه نه ده عملي کړې.

غلام اسحاقزي د نړۍ له هیوادونو هم وغوښتل چې د طالبانو حکومت په رسمیت ونه پېژني او د طالبانو پر هغو مشرانو، چې د دوی له لوري په اعلان شوې کابینه کې غړیتوب لري، بندیزونه ولګوي.

ده په ځانګړي ډول د طالبانو د مشرانو پر سفر د بندیز یادونه کړې ده.

په ملګروملتو کې د افغانستان سفیر امنیت شورا ته د خپل هیواد په اړه وویل، د وروستیو ورځو مظاهرې طالبانو ته کلک پیغام و چې افغانان، که له هر قوم او مذهب سره تړاو ولري، پر دوی تپل شوی زورواک سیستم نه غواړي.

خو له بلې خوا د ملګروملتو سرمنشي انتونیو ګوتریش پرون د افغانستان د مرستو په نړیوال کنفرانس کې وویل چې نړیواله ټولنه باید له طالبانو سره تعامل وکړي ځکه چې د افغانستان خاوره عملاً د طالبانو په کنټرول کې ده.

ده تر دې مخکې فرانس پریس خبري اژانس ته هم ویلي و چې نړیواله ټولنه مجبوره ده چې له طالبانو سره خبرې وکړي.

خو د خبرو معنا خامخا رسمیت پېژندل نه دي. که طالبان پراخ بنسټه حکومت جوړ نه کړي، د افغانانو نا رضایتۍ کمې نه کړي، ګرانه ده چې نړیواله ټولنه دې د دوی حکومت په رسمیت وپېژني. د افغانستان نه رسمیت پېژندل د افغانانو او افغانستان ستونزې نورې هم زیاتوي. له یوې خوا د تلپاتې سولې هیلې کمزورې کوي او له بلې خوا اقتصادي بحران رامنځته کوي چې په نتیجه کې یې د حکومت بنسټونه هم نړېدای شي.

3 COMMENTS

  1. افغانستان دی خدای له داسی شریرو کسانو نه محفوظ کړی.
    افغان دشر خبره کوی او یو بهرنی بیا دخیر. دشرم خبره ده

  2. سلام
    دملګرو ملتو دموسسې دایمی سفیرانو ته یوه لنډه کتنه:
    دارواښاد عبدالرحمن پژواک ملی او اسلامی شخصیت ،دېپلو مات او ستر عالم په وخت کې دافغانستان نوم په ملګرو ملتو کې دیوه ژوندی هېواد په توګه لوړ دېبلوماتیک مقام درلود حتی خپله دملګرو ملتو در یاست مقام ته ارواښاد پژواک ځان کاندید کړ ی وه.دکمونستانو په وخت کې ظاهر طنین د کاپیسا سور پرچمی چې دکابل پوهنتون کې دسازمان مشر ی کوله ټول تنکی محصلین یی هره شبه خاد ته په ګیرورکول دطب پوهنځی یی لکه عبدالله اودولا بغاوتګر په پیرو کې پای ته ور ساوه. بیا لاړ دکمونیزم له مزدوری د امبریالیزم په سمڅه د بی بی سی په فارسی پروګرام ننوت کله چې ربانی کابل وژونکی دپرچمیانو سره ملګری شو طنین دمسعود خلیلی پرچمی چې ند کې سفیروه په مټ په ملګرو ملتو کې دایمی سفیر شو دطالبانو په لومړی حکومت وخت کې یې ځان غلی وساته. دکرزی په دوره کې هم همدلته وه.دغنې احمدزی په وخت کې د ان جی او استازې عادله راز وګمارل شوه داچې دې محترمې له کوم سورکی دې مهم ځای ته راورساو ه والله اعلم.
    خو نوموړې له رویا رحمانی وروسته بیا واشنګتن کې سفیره شوه. په دیبلماتیک ابتکارباندې به یې خبرې نه کوم.
    دادی غلام خان اسحاقزی د تاریخ شرمنده په کې راپیداشو . که له حقیقت څخه سړی تیر نشی د کمونستانو له وخته دسفارتو تشکیلاتی اودېپلو ماتیکی چارې فلتر شوی نه دی دربانی دارودسته ښه سم فعاله دی نو خکه له یو تیوب ګنګ،فس بوک،انتر نټ او نورو رسنیو له ابزارو په چتکه کاراخلی کمونستان یې هم په تبصرو ستایی پخوانی دبهرنیو چارو وزیر ګوډ اتمر خلقی هم له چلو صافه ونه ویستل.
    هدف له تبصرې څخه شخصی غرض، تمه ،فردی ګټې او بې وخته دچا اهانت او سپکاوی نه دی . ملګرو ملتو کې د افغانستان اوسنی موقف او قلمرو دیوه اتل ولس دزعامت او هویت دابعادو په کچه بېړنی دی او اوچتو ګامو نو ته اړه لری. دملګرو ملتو دېبورا لاینز لاتر اوسه دافغانستان فرهنګ او ثبات نه پېژنی خپلې خبرو باندی دې سوچ ووهی. افغانستان په سوله پرمختګ مومی،ښه ښکاری او دهرچا لپاره ښه دریځ دی.

  3. زه دې ته حیران پاتې یمه چې د اولس استازی څومره احماقت کوي نالت پر دې فاسد اولس وږی دی دا بې ناموسه له یوې خوا داولس استازی دی او له بليخوا څخه بندیزونه غواړي دا څه ځناور دی !

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب