یکشنبه, سپتمبر 22, 2024
Homeخبرونهامریکا وایي، تر دې دمه یې ۱۰۰۰ سرتېري د کابل له هوايي...

امریکا وایي، تر دې دمه یې ۱۰۰۰ سرتېري د کابل له هوايي ډګره وتلي دي

تاند (یکشنبه، د سنبلې ۷) امریکا وایي له کابل هوايي ډګر څخه یې د خپلو سرتېرو د ویستلو لړۍ هم پيل کړې ده.

د امریکا د دفاع وزارت ویاند جان کربي په یوه خبري کنفرانس کې ویلي، چې امریکا شاوخوا ۵۵۰۰ عسکر د تخلیې د ماموریت لپاره افغانستان ته لېږلي وو چې دمګړی له دې ډلې زر کسه یې بېرته وتلي دي.

کربي زیاتوي د تخلیې ماموریت تر څنګ له کابل هوایي ډګر د امریکايي ځواکونو د ویستلو پروسه هم پيل شوې ده او تر ټاکل شوې نېټې به بشپړه شي.

تر دې وړاندې امریکا د دې غوښتونکې وه چې په کابل کې یې د ځواکونو ماموریت تر یوې مودې تمدید شي خو دا غوښتنه یې د طالبانو له مخالفت سره مخ شوه او ټینګار یې وکړ چې تر ټاکلې نېټې وروسته په افغانستان کې د امریکايي ځواکونو حضور ورته د منلو نه دی.

دا په داسې حال کې ده چې سي ان ان د ولسمشر جو بایډن له قوله خبر ورکړی او ویلي یې دي چې راتلونکو ۲ ورځو کې د کابل هوایي ډګر کې د یو بل ستر تروریستي برید احتمال بیخي ډیر دی.

ټاکل شوې ده راتلونکو دوو ورځو کې چې د روانې اګست ۳۱ کیږي امریکا په افغانستان کې خپل پوځي ماموریت هم پای ته ورسوي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب