جمعه, فبروري 6, 2026
Homeخبرونهملګري ملتونه وایي، افغانستان کې وچکالي د ۷ ملیونه کروندګرو ژوند ګواښي

ملګري ملتونه وایي، افغانستان کې وچکالي د ۷ ملیونه کروندګرو ژوند ګواښي

تاند (یکشنبه، د سنبلې ۷) ملګري ملتونه وایي افغانستان کې د وچکالي د شاوخوا ۷ ملیونه افغان کروندګرو ژوند ګواښي.

سرچینې په یوه راپور کې ویلي، چې په افغانستان کې شاوخوا ۱۴ میلیونه وګړي غذايي مصونیت نه لري، خو د دې وضعیت تر ټولو ستره ضربه افغان کروندګرو ته رسېږي.

سرچینه زیاتوي چې د وچکالۍ له امله د کروندګرو حاصلات د پام وړ نه دي، نو له همدې امله دوی له لوږې سره مخ کېږي او ددې احتمال شته چې له کروندګرۍ لاس په سر شي.

ملګري ملتونه وایي چې د افغانستان اووه میلیونه کروندګرو ته باید د خوراکي او نورو توکو مرستې برابرې کړل شي.

سرچینه وایي که کروندګر له کروندګرۍ لاس په سر شي په افغانستان کې به د خوړو د مصونیت کچه نوره هم راټيټه شي او دا به یو بشري ناورین رامنځ ته کړي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

د پروین فیض زاده ملال یوه خاطره او دوه عکسونه

لیکنه: ظاهرجان څرک د پروين فيض زاده سره زه د ډېره وخته پيژنم واقعاً د ښه استعداد خاونده ده، زه او دا سره همزولی يو،...