Homeخبرونهد امریکا یو پوځي قوماندان د افغانستان پر سر پر خپلو مشرانو...

د امریکا یو پوځي قوماندان د افغانستان پر سر پر خپلو مشرانو د نیوکې په خاطر ګوښه شو

تاند(یکشنبه، د سنبلې ۷) د امریکا د سمندري ځواکونو یو قوماندان په دې خاطر له دندې لېرې کړای شو چې د افغانستان د ګډوډۍ پر سر یې پر امریکايي مشرانو نیوکې کړې وې.

د انډیپندنټ ورځپاڼې د راپور له مخې، د سمندري قول اردو د یوه کنډک قوماندان ډګرمن سټیوارټ شیار په یوه ویډیو کې، چې په ټولنیزو رسنیو کې یې خپره کړې وه، د افغانستان په جګړه کې د ناکامۍ په خاطر له مشرانو څخه د حساب اخیستلو غوښتنه کړې وه.

ډګرمن سټیوارت شیلر د هغه کنډک قوماندان دی چې یو سمندري سرتېری یې د پنجشنبې په ماښام د کابل د هوايي ډګر په انتحاري برید کې ووژل شو. په دې برید کې د ۱۷۰ افغانانو ترڅنګ ۱۳ امریکايي پوځیان ووزل شول او مسوولیت یې داعش په غاړه واخیست.

ډګرمن سټیوارټ خپل اعتراض په فیسبوک کې خپور کړی و.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...