یکشنبه, سپتمبر 22, 2024
Homeخبرونهبرېتانیا: د طالبانو چلند ته په کتو له دوی سره همکارۍ ته...

برېتانیا: د طالبانو چلند ته په کتو له دوی سره همکارۍ ته چمتو یو

تاند (یکشنبه، د سنبلې ۷) برېتانیا وایي له طالبانو سره د داعش ډلې ضد مبارزه کې همکاري کوي.

د یاد هېواد د وسله وال پوځ لوی درستیز جنرال نیک کارټر په خپله یوه تازه مرکه کې ویلي، چې که طالبان د یوه رښتیني حکومت په څېر له مسایلو سره چلند وکړي نو دوی تیار دي چې همکاري ورسره وکړي.

د ده په خبره برېتانیا د داعش د خطرونو او دغه ډلې پر ضد له طالبانو سره بشپړې همکارۍ ته تیار ده، خو په دې شرط چې دوی د یوه رښتینې حکومت په څېر چلند ولري.

کارټر دغه راز وایي چې د طالبانو په اړه د دوی کړنو ته په کتو پرېکړه کوي.

تر دې وړاندې د برېتانیا نورو لوړپوړو چارواکو هم ویلي وو چې د طالبانو کړنو ته په کتو د دوی په اړه پرېکړه کوي.

دا په داسې حال کې ده چې د رویټرز د راپور له مخې په افغانستان کې د بریتانیا د تخلیې عملیات تېره ورځ پای ته ورسېدل.

رویټرز د بریتانیا د وسله والو ځواکونو د قومندان نیک کارټر په حواله تېره ورځ ویلي وو چې بریتانوي ځواکونه خپله ټوله هڅه کوي چې شنبت په افغانستان کې د وروستیو ملکیانو په ایستلو سره خپل ماموریت پای ته ورسوي.

هغه زیاته کړې، کله چې له افغانستانه د بریتانوي وګړو او افغان همکارانو د ایستلو پروسه بشپړه شي، تر هغه وروسته به د خپلو ځواکونو په ایستلو سره په دغه هېواد کې د تخلیې ماموریت پای ته ورسوي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب