سه شنبه, سپتمبر 24, 2024
Homeخبرونهد امريکا د بهر نيو چارو وزارت : په افغانستان کې ميشت...

د امريکا د بهر نيو چارو وزارت : په افغانستان کې ميشت امريکايان دې ژر تر ژره د کابل هوايي ډګر ته ولاړ شي

تاند ( پنجشنبه د اسد ۲۸ مه) د امریکا د بهرنیو چارو وزارت په افغانستان کې د دغه هېواد له وګړو غوښتی دې چې ژر ترژره له خپلو کورنیو سره ځانونه د کابل هوایي ډګر ته ورسوي.

د امریکا متحده ایالتونو د بهرنیو چارو وزارت په خبرداري کې راغلي دي،چې امریکا متحده ایالتونه د کابل هوایي ډګر ته د تېرېدو امنیت نه شي نیولای.

تر اوسه د کابل په هوایي ډګرکې د ګڼې ګوڼې، بې نظمۍ او د امریکایي ځواکونو له لوري د ډزو له امله دولس تنه وژل شوي دي.

د امریکا متحده ایالتونو ولسمشر پرون له اې بي سي ټلویزیون سره په مرکه کې وویل چې طالبان د کابل هوایي ډګر ته د امریکایي وګړو په خوندي تېرېدو کې همکاري کوي، خو دغه هوایي ډګر ته د دوی د افغان همکارانو په تېرېدو کې له ستونزو سره مخ دي.

کابل ته د طالبانو تر ننوتو وروسته لاهم د کابل په هوایي ډګر کې ګډوډي ده.

دغلته زرګونه کسان لاهم په دې هڅه کې دي چې د بهرنیو الوتکو له لارې له افغانستانه ووځي.

بل خوا د امریکا ولسمشر اعلان کړی دی،چې امکان لري له افغانستانه د بهرنیو ځواکونو د وتلو موده د ټولو هغو افغانانو تر اېستلو پورې وغځوي چې له دغه هېواد سره همکاري کړې ده.

اخوا د کابل د هوایي ډګر یو شمېر ښځينه کارکوونکو ویلي دي چې طالبانو نه دي پرېښي چې خپلو کارونو ته ستنې شي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب