سه شنبه, سپتمبر 24, 2024
Homeخبرونهاروپايي ټولنه په افغانستان کې د روسيې او چين د نفوذ مخه...

اروپايي ټولنه په افغانستان کې د روسيې او چين د نفوذ مخه نیسي

تاند(پنجشنبه، اسد٢٨) – د اروپايي ټولنې د بهرني سیاست مسوول وايي، اروپايي ټولنه باید په افغانستان کې د روسیې او چین له لوري د وضعیت د کنترول مخنیوي لپاره ژر لاس په کار شي.

د اروپایي ټولنې د بهرني سیاست مسوول جوزپ بورل وویل، په افغانستان کې د دغو هېوادونو له لوري د وضعیت کنترول او د مهمو لوبغاړو په توګه د دوى د رامنځته کېدو د مخنیوي لپاره دې اجازه نه ورکول کېږي.

جوزپ بورل ټينګار وکړ، چې اروپایي ټولنه دې ژر تر ژره په افغانستان کې د دې چارې لپاره اقدامات وکړي.

هغه وویل: “د طالبانو له لوري د وضعیت د ګډوډيو په اړه مونږ اروپايان او نړیوال بايد له خپلو ځانونو وپوښتو چې څنګه غلط کار وشو. مونږ چې څه نه کوو هغه دا دي چې روسيې او چين ته اجازه ورکوو چې د کابل ملاتړي شي او مونږ به بې ربطه پاتې اوسوو.”

هغه د سه شنبې په ورځ د اروپايي ټولنې د بهرنيو چارو وزيرانو سره غونډه کې وویل، هيله لري څو له امریکا سره په ګډه ډيپلوماتيکو هڅو ته دوام ورکړي.

جوزپ بورل د افغانستان اوسنی وضعیت ناورين وباله او وايي، بروکسل اوس مخ نه لري او په ډګر کې اوس دردونکى حالت ليدل کېږي.

بورل زياته کړه، هغه څه چې پېښ شول په تېرو شلو کلونو کې د غرب د شتون په اړه زياتې پوښتنې رامنځته کړي چې مونږ څه لاسته راوړل.

په نږدې دوو اونيو کې وسله والو طالبانو پر ټول افغانستان ولکه ټينګه کړه چې تېره يکشنبه ولسمشر محمد اشرف غني هم هېواد پرېښود او متحده عربي اماراتو ته لاړ.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب