سه شنبه, سپتمبر 24, 2024
Homeخبرونهرباني: د طالبانو له لوري د واک انحصار به بهرنۍ لاسوهنې او...

رباني: د طالبانو له لوري د واک انحصار به بهرنۍ لاسوهنې او جګړې ته لار هواره کړي

تاند(پنجشنبه، اسد٢٨) – د صلاح الدین رباني په مشرۍ د جمعيت اسلامي ګوند له طالبانو وغوښتل چې د تېرو خونړيو جګړو د تکرار مخنيوي لپاره په کار ده چې يو ټول شموله او ټولمنلى حکومت رامنځته او د واک د انحصار پخوانۍ تجربه تکرار نه کړي.

صلاح الدین رباني چې د يو شمېر سياستوال په ملتيا څو ورځې مخکې کابل ته د طالبانو په راتګ سره سم پاکستان ته تښتېدلى په خپل فېسبوک بيان خپور کړى او وايي، د ټولنیز عدالت، په نظام او مهمو پرېکړو کې د ټولو قومي ډلو معنی لرونکي ګډون پرته په افغانستان کې یو باثباته سیسټم نه رامنځته کېږي.

هغه وویل: “انحصاري تګلارې په حقیقت کې په افغانستان کې سیاسي ثبات او استقرار زیانمنوي او یوځل بیا بهرنۍ مداخلې ته لاره هواروي. موږ په معاصر تاریخ کې ډېر ځله لیدلي چې هر ډول نظامي تسلط او د نورو توکمیزو ډلو، ګوندونو، مذهبونو او نظریاتو د ځپلو یا له پامه غورځولو هڅه،  ډېر ژر د تاوتریخوالي او وسله وال مقاومت د نوي فصل د پیل لامل کېږي.”

په همدې حال کې طالبانو ويلي چې نوى جوړېدونکى نظام به د ټولو افغانانو استازيتوب وکړي.

تېره ورځ د طالبانو استازو په کابل کې د حامدکرزي او عبدالله عبدالله په ګډون له يو شمېر پخوانیو سياستوالو او چارواکو سره خبرې پیل کړې دي.

خو طالبانو تراوسه د تېر حکومت د چارواکو او په نظام کې د هغوى د ګډېدو او ونډې ورکولو په اړه په ډاګه څه نه دي ویلي.

2 COMMENTS

  1. سلام
    رخمن بابا وایی:
    زه دا هسې دیوانه او مجنون چا کړم
    له رواجه له رسومه بيرون چا کړم
    توان توفیق خو د فتنو راڅخه نه و
    په فتنو د تورو سترګو مفتون چا کړم
    وایی وروری به کوو خو دحساب له منځه.تاسې ښه وګوری چې انحصار دبن له کرغېړنې پرېکړې چادګل جمو په وسیله راپیل کړ څوک په کې دبهرنیو چارو وزیر ،مارشالا ن اوکوټوالان شول؟ څوک دبهرنیو سکنی او خواخوږی خپلوان شول؟چا مظلوم ولس دقدرت ،څوکۍ ، واسطې او وسیلی افراطی برخو ته پورې واهه؟چا دپخوانی رژیمو نو له اخری بقایاوو پرچمی ډلې څخه دکابل ښاریانو په وژنو کې کارواخیست او له هغه وروسته ارګ نشینه شول؟دوه لسیزې دلیوه او شپانه لوبه روانه نه وه . چا دترهګرواو هراس افګنو نارې وهلې ؟په هر حال.
    سوله او سوله ایز دریځ دټولو افغانانو په ګټه او خیردی .افغانان باید دسبا په هکله سوچ وکړی نه د تېر!
    ! GOOD PLANETS ARE HARD TO REPLACE TREAT KINDLY
    دپخوانی تجربې په نوم پلمه او بهانه یو دېپلو ماتیک،ملی او اسلامی لید لوری نه دی او نتیجه هم نه لری.په عینې ناروغۍ نړیواله ټولنه
    به ملګرو ملتو کې دافغانستان دپخوانۍ ادارې استازی، دانګریزانو صدراعظم بوریس یلسن،دالمان زړه صدره میرکل هم اخته دی داهم شول دلویدیخې نړۍ سیاستوال. ګواښ اواحساساتی ،لاف وپتاک به اټکل فردی انګیزه جوړوی ولسی حرکت نه شاته پاتې کیږی.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب