تاند(پنجشنبه، اسد٢٨) – ملګري ملتونه وايي، د دوى د کارکاوونکو درېيمه برخه قزاقستان ته ورسېده.
ملګري ملتونه وياند سټيفن دوجاريک پرون وویل، په افغانستان کې د روان وضعیت له امله د ملګرو ملتونو ١٠٠ نړیوال کارکوونکي قزاقستان ته لېږدول شوي څو د لنډې مودې لپاره له هغه ځایه خپل کارونه مخته يوسي.
دوجاريک وايي، په پلان کې ده چې له افغانستانه د ملګرو ملتونو ٣٠٠ کارکوونکي د قزاقستان الماتا کې ځاى پرځاى شي.
هغه زیاته کړه:” د ملګرو ملتونو د کارکاوونکو زيات شمېر به په افغانستان کې پاتې شي، څو ميليونونو اړمنو سره خپلو مرستو ته دوام ورکړي.”
د ملګرو ملتونو سازمان عمومي منشي انتونیو ګوتريش د دې سازمان د امنيت شورا ته وویل، د طالبانو له لوري د دې هېواد نيولو وروسته له ميليونونو افغانانو سره مرستو ته ژمن دي.
خو هغه زياته کړه چې د ١٩٣ نړيوالې ادارې به د امنیتي وضعیت ته په کتو خپلې چارې مخته يوسي.
د ملګرو ملتونو وياند وايي، چې قزاقستان ته دغو کارکوونکو لېږد د لنډې مودې لپاره دى او په خبره يې د خطر په کمېدو سره به بېرته افغانستان ته د تللو اجازه ترلاسه کړي.
د ملګرو ملتونو وياند دارنګه ويلي دي چې په افغانستان کې د دوى د افغان کارکوونکو د خوندیتوب لپاره هڅې روانې دي.
ياده دې وي چې په افغانستان کې د نړیوالو کارکوونکو ترڅنګ ملګري ملتونه لږترلږه ٣٠٠٠ افغان کارکوونکي لري.