دوشنبه, اکتوبر 21, 2024
Homeخبرونهجوبايډن : د خپلو افغان همکارانو په اېستلو کې له ستونزو سره...

جوبايډن : د خپلو افغان همکارانو په اېستلو کې له ستونزو سره مخ يو

تاند( پنجشنبه د اسد ۲۸ مه) د امریکا ولسمشر جوبایډن وایي،چې طالبان له افغانستانه د امریکایي ځواکونو په اېستلو کې همکاري کوي خو د هغو افغانانو په اېستلو کې له ستونزو سره مخ دي چې د دوی همکاران پاتې شوي دي.

خو د جوبایډن په وینا طالبان د کابل هوایي ډګر ته د هغو کسانو په رسولو کې همکاري کوي چې د امریکا پاسپورټ لري.
د امریکا ولسمشر جوبایډن وایي چې له ۱۰ تر ۱۵ زرو امریکایان او له ۵۰ تر ۶۵ زره افغانان باید له افغانستانه وباسي.

د نوموړي په وینا کله چې د افغانستان تصویرونه ګوري، په چټکۍ د ګام اخیستو او د وضعیت د کابو کولو او د هوايي ډګر د مهارولو اړتیا ویني، چې په وینا یې اوس هم پر همدغه کار بوخت دی.

د جوبایډن په وینا که د روانې میلادي میاشتې تر پایه په افغانستان کې د امریکا ماموریت پای ته ونه رسېږي،نوموده به یې وغځوي.

بایډن نن د خپل ملي امنیت له ډلې سره د افغانستان په هکله غونډه لري.
د امریکا د پوځ یوه جګپوړي چارواکي ویلي،چې ددغه هېواد لومړيتوب د کابل د هوایي ډګر د امنیت ساتل او دفاع ده،څو خپل وګړي او ددغه هېواد افغان همکاران په خوندي توګه راوباسي.

رویټرز خبري آژنس د ناټو د چارواکو له خولې وایي چې له تېرې یکشنبې ورځې راهیسې د کابل په هوایي ډګر کې ۱۲ کسان وژل شوي دي.

1 COMMENT

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب