سه شنبه, سپتمبر 24, 2024
Homeخبرونهطالبانو د‌ناټو او امريکا د‌ پخوانيو افغان کارکوونکو د پیدا کولو لپاره...

طالبانو د‌ناټو او امريکا د‌ پخوانيو افغان کارکوونکو د پیدا کولو لپاره خپلې هڅې زياتې کړي

تاند (تاند (پنجشنبه د اسد ۲۸مه) د ملګرو ملتونو د یوه سند له مخې طالبانو د هغو کسانو د پیدا کولو لپاره خپلې هڅې زیاتې کړې دي چې له ناټو او امریکایي ځواکونو سره یې کار کړی دی.

دغه محرم سند د نړېوال تحلیل د مرکز له لوري چې دفتر یې په ناروي کې دی، چمتو شوی.

دغه مرکز د ملګرو ملتونو لپاره استخباراتي معلومات راټولوي.

ددغه سند له مخې،هغه کسان چې په پوځ، پولیسو او د پلټنو او ګروېږنو په ادارو کې یې کار کړی وي، له ګواښ سره مخ دي.

په دغه سند کې راغلي دي چې طالبانو مشخص کسان نیولي، یایې ګواښلي او یایې هم د هغوی د کورنۍ غړي نیولي دي.

په دغه رپوټو کې راغلي دي چې طالبانو د لویو ښارونو تر نیولو مخکې د دغو کسانو په هکله معلومات راټول کړي او هغوی یې پېژندلي دي.

بل خوا داسې رپوټونه هم شته چې طالبانو ان هغو کسانو ته هم د کابل هوایي ډګر ته د تلو اجازه نه ده ورکړې چې وېزه لري.

ددغه سند پربنسټ،طالبان د معلوماتو د راټولولو د نویو شبکو پر استخدام کار کوي څو دغه شبکې له نوي حکومت سره همکاري وکړي.

خو طالبان ویلي دي چې پر خپلې دې ژمنې ولاړ دي چې د کابل تر هوایي ډګره به د بهرنیو وګړو په رسولو کې همکاري کوي.

یوه طالب قوماندان رویټرز ته ویلي چې موږ له افغانستانه د وتلو لپاره د کابل تر هوایي ډګره نه یوازې د بهرنیو وګړو بلکې د افغانانو په رسېدو کې هم همکاري کوي.

1 COMMENT

  1. اگر اینچنین است پس نا انصافی ، ظلم آشکار و بزرگی است.
    با عبدالله ‌، کرزی ، مسلمیار‌ و غیره نشست های دوستانه می‌کنند که رفیق های جان جانی خارجی‌ها بودن!
    این خبر توطه ، مغرضانه بوده نباید نشر میگردید !

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب