Homeخبرونهطالبان: په کابل کې د شريعت غږ راډیو خپرونې پيل شوي

طالبان: په کابل کې د شريعت غږ راډیو خپرونې پيل شوي

اند(سه شنبه، اسد٢٦) – د طالبانو اسلامي امارت وايي، په کابل کې د شريعت غږ راډیو خپرونې يې پيل کړي دي.

په قطر کې طالبانو د مرکچي پلاوي غړى او د دې ډلې د فرهنګي کمېټې مشر امير خان متقي په خپل ټوېټر په کابل کې د شريعت غږ راډیو د خپرونو د پيل خبره کړې ده.

د شريعت غږ راډیو عمومي مسئول مولوي ضیاالحق حقمل ویډیویي پیغام خپور کړى چې هغه په کې خلکو ته د امنیت او ارامۍ ډاډ ورکوي.

هغه وویل: “اوس په ټول هېواد کې حالات د عادي کېدو په لور روان دي او تر اوسه هېڅ د ناامنۍ کومې لویې پیښې نه دي ترسره شوي. اسلامي امارت په مکرر ډول ډاډ ورکړی دی چې د ولس د سر، مال او عزت د ساتنې لپاره پرېکنده ګامونه اخلي.”

د طالبانو اسلامي امارت له دې مخکې ویلي چې د ملي او اسلامي ګټو او ارزښتونو پر بنسټ د بیان ازادۍ اصولو ته ژمن دي.

له دې مخکې دغه راډیو د ملي راډیو په نوم يادېده.

د حامد کرزي په مشرۍ د لنډمهاله ادارې په راتګ سره په 2001 م کال کې د طالبانو د اسلامي امارت په نسکورېدو سره دغه راډیو ‘د افغانستان د ملي راډیو’ په نوم يادېده.

خو طالبانو د ملي تلویزیون د نوم بدلېدو او خپرونو په اړه لا تر اوسه څه نه دي ویلي.

اخوا په کندهار کې د طالبانو اسلامي امارت د يوې اعلاميې په خپرولو سره ټولو رسنیو ته خبر ورکړى چې په آزاده او بې طرفه توګه خپل فعالیتونه پيل کړي او په دې برخه کې د هر راز همکارۍ ته ژمن دي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...