یکشنبه, سپتمبر 22, 2024
Homeخبرونهد جرمني صدراعظمې د طالبانو بری تریخ او ډارماتیک وباله

د جرمني صدراعظمې د طالبانو بری تریخ او ډارماتیک وباله

تاند(سې شنبه، د اسد ۲۷) د جرمني صدراعظمې د طالبانو له لوري د افغانستان نیول تریخ، ډراماتیک او وحشتناک وبلل.

مېرمن میرکل دا نظر پرون / دوشنبه یوه ورځ وروسته له دې په برلین کې په یوه خبري غونډه کې څرګند کړ چې کابل د طالبانو لاس ته ولوېد.

دې وویل«دا د ملیونونو افغانانو لپاره، چې نسبتاُ ازاده ټولنه غواړي، یو وحشتناک انکشاف دی.»

دې همداراز وویل، حکومت یې په دې تمرکز لري چې جرمني اتباع او هغه افغانان له افغانستانه وباسی چې د جرمني له حکومت او پوځ سره یې کار کړی دی.

دې دا هم وویل چې د کابل ګډوډ حالات د خروج عملیات خورا ستونزمن کړي دي.

د جرمني صدراعطمي یادونه وکړه چې د فرانسې له ولسمشر ایمانویل مکرون سره د افغانستان د وضعیت په اړه په تماس کې ده او د اروپايي شورا یوه ځانګړې غونډه ښايي جوړه شي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب