چهارشنبه, مې 15, 2024
Home+په بادغیس کې زما لومړنۍ دنده

په بادغیس کې زما لومړنۍ دنده

لیکوال: سراج احمد حبیبي

له پوهنتونه نوی فارغ شوی وم، لا مې بل چېرته پر دنده پسې د سفر موزې نه وې په پښو کړې. زموږ یوه کلیوال ته مې چې په بادغېس کې د کوار د مؤسسې مالي مسؤل ؤ؛ وویل، چې هغه زما سره دې چې وعده کړې وه، چې هر وخت له پوهنتون نه فارغ شوې، بیا ماته ووایه چې زه کار درته پیدا کړم. دا دی اوس خو زه له پوهنتون نه فارغ شوم، که دې خپلې وعدې ته د عمل جامه ور اغوندې؟ هغه هم راته وویل چې سمه ده، ان شاء الله چې له کوره یو ځل بادغېس ته ولاړ شم، بیا زنګ درته وهم. همداسې یې وکړل، بادغېس ته د رسېدو سره سم یې زنګ راوکړ چې راځه!

 ما هم سبا ته خپل کالي او د سفر نور لوازم برابر کړل او د پلار یوه د کاکا زوی ته مې زنګ وکړ، چې له کابل نه هرات ته په کوم بس کې یو څوکۍ راته ونیسي. ده راته وویل چې څوکۍ نیولو ته هیڅ ضرورت نشته، زه خپله هرات ته نن شپه روانېږم، زما سره به ولاړ شې، خو د څوکۍ پر ځای به د اوبو پر ترموز باندې کښېنې. زه یې هم پر دې خبره خوشحاله شوم، ځکه هم له کرایې نه خلاص شوم او هم ده پر لارو ښه نازولای شوای؛ ځکه د دې بسونو موټروانانو ته د لارې د هوټلونو والاوو ډېره غوړه ډوډۍ ورکوله.

قره باغ ته چې کله ورسېدو، ډېره شدیده جګړه پکې روانه وه، موټرونه تر یوه وخته د سړک پر سر ولاړ وو، خو چې جګړې ډېر دوام وکړ، د موټروانانو هم زړونه ورته تنګ شول، خپل موټرونه یې له سړک نه کوز کړل او په کلیو کلیو کې یې په کچه لاره د تګ اراده وکړه، خو کلیو ته هم چې ورسېدل، په هره ویاله او باغونو کې به بند پاتې ؤ. بیا به یې په ټيلو او کشکولو یو موټر له بند ځای نه تېرولو.

په دې خامه کې ډېرو خلکو ښې مزې هم وکړې، هغه دا چې په یوه موټر کې یوه پېغله وه، چې تنګ پتلون او یخن قاق یې اغوستي وو، شرعي حجاب خو پرېږدئ، دا د اروپایانو حجاب یې هم سم نه ؤ مراعات کړی، د لارې ملګری یې یو سپین ږیری سړی ؤ، چې د هیچا هم سترګه نه ترې کېده؛ دې پېغلې څه خپله بې حیايي کوله او څه مساپر د دې د حسن تر جادو لاندې راغلل؛ نیږدې وو چې ډېر خلک یې پر خپل غنم باندې د همدې قرباغ له کوم جنت څخه د دوزخ دنیا ته ښکته کړي وو. خو ښه وو، بلا وه، برکت یې نه ؤ. دلته د حمید مومند دا ادعا مکمله بې بنسټه ثابته شوه چې:

د مخ پټي ښکلي حسن کشش ډېر کا

ولې تاب وي د اورېځې د افتاب سخت

پاخه سړک ته چې کله ورسېدو، هر موټروان کوښښ کاوه چې خپل موټر تر هغه بل نه مخکې کړي، ځکه یو خو یې خامه سړک زړونه پکې وهلي وو او بل د هر یوه سره دا غم ؤ چې وختي هرات ته ځانونه ورسوي او هلته له نمائندګۍ نه جایزه تر لاسه کړي، ځینو موټروانانو به ښايي د جایزو په خاطر هم دا کار نه کاوه، بلکې یوازې د خپلې ابرو او عزت په خاطر به یې کاوه؛ ځکه په هغه وخت کې د دې موټرونو د نمائندګیو ترمنځ سیالۍ دومره اوج ته رسېدلې وه، چې د هرې نمائندګۍ موټر به ناوخته راورسېده، موټروان به یې د نمائنده له خوا نه په سپکو سپکېده؛ همدا لامل ؤ چې هغه وخت مو ډېر وطنوال په همدغو موټرونو کې د اور د لمبو خوراک شول.

یو په دغه ورځ چې موږ پکې سفر کاوه، د موټرونو تېز ځغلول بې ځایه نه ؤ، ځکه قابو په نیمه لاره کې پاتې شوي وو، دا شپه مو که بیا د لارې په هوټلونه کې کوله، نو هم پر مساپرو ډېر مصرف راته او هم کېدای شوای ډېر پکې ناروغه شوي وای؛ ځکه د دغې لارې هوټلونه صحي مسایلو ته هیڅ پاملرنه نه کوي او بل هغه کوم خوراکونه او د مبایل کارتونه چې موټروانانو ته مفت ورکوي، د هغوی ټولو پيسې پر همدې مساپرو ور اچوي.

زموږ په موټر کې هم یو سړی د همدغه هوټلونو د ډوډۍ له امله ناروغه شوی ؤ، څو ځل زموږ کاکا ته راغی چې موټر راته ودروه چې زه خپل حاجت رفع کړم، خو زموږ کاکا به ورته ویل چې هر وخت یوې داسې منطقې ته ورسېدم چې هلته د غلو خطر نه ؤ، بیا یې درته دروم. د دوی دواړو په همدې کش او ګیر کې سوارلي هم پر دوو ډلو ووېشل شول؛ یوې ډلې به ویل چې موټروان باید موټر ورته ودروي، ځکه دا سړی ډېر په عذاب دی، کېدای شي په موټر کې لویه ستونزه جوړه کړي. بلې ډلې به ویل چې دا سیمې ډېرې خطرناکې دي، د سړي مشکل به پر ځانونو ومنو، خو غلو ته غاړه نه شو ايښودلای. بالاخره د همدې غلو په سیمه کې زموږ کاکا مجبور شو چې موټر ورته ودروي، خو د درېدو سره سم یې داسې پر ښکنځلو شروع ورته وکړه، چې پر سړي یې هم لاره ورکه کړه.

هرات ته د شپې ډېر ناوخته ورسېدو، څو مو چې له موټر نه سپرلي کوزوله، نیږدې نیمه شپه شوه، خو ښه ؤ زموږ یو بل کلیوال تیار زموږ د کاکا په اطاق کې ؤ، هغه ته یې مخکې له مخکې زنګ کړی ؤ چې موږ ته کتغ پرېږده، هغه هم راته کتغ پرېښی ؤ. اطاق ته زموږ د رسېدو سره سم یې تیار ډک دسترخوان ته کښېنولو. خو د ډوډۍ خوړلو په وخت کې مې کاکا مخ راواړاوه، چې سخت بې طالع یې، ما تر اوسه دومره مشکل سفر نه دی کړی، خو دا ځل چې ته راسره راغلې، دومره مشکلات مو په دې یوه ورځ ولیدل چې په ټول ژوند کې مې نه وو لیدلي. د کاکا همدې خبرې مې ډوډۍ سخته راباندې زهر کړله، تر سهاره مې چورت خراب ؤ. خو هیڅ مې هم نه شوای ورته ویلای، هماغه خبره ده چې:

د ناچارۍ مېرمنه واخلم

سړی به ستړی وي د بل زړه به ساتینه

ده به کېدای شي رښتیا هم په دې ورځ ډېر تاوان کړی وي، ځکه یو خو یې هغه موټر ته چې نوی ټایر اخیستی ؤ، هغه هم بچ شو؛ چې په دې سره د ده د وینا له مخې پنځه لس زره افغانۍ تاوان ور ورسېده او بل یې په کلیو او خامه سړک کې موټر ډېر وګرځاوه، دلته یې هم کېدای شي ډېر تېل مصرف شوي وي. خو د دې ټولو طبیعي پېښې پړه پر ما را اچول او زما د طالعو سره غوټه ورکول، کېدای شي له انصاف نه لرې خبره وي.

له هرات نه سهار په اتو بجو د بادغیس په لور روان شوم او د غرمې په یوه بجه په قلعه نو کې ښکته شوم، کلیوال ته مې زنګ وکړ، هغه د دفتر په موټر کې راپسې راغی، یوه شپه مې د ده سره همدلته په دفتر کې تېره کړه، سبا ته یې راته ویل چې ته به ځان ته په ښار کې اطاق ونیسې، خو که د زړه وي دلته د دفتر ځینو کار کوونکو اطاق نیولی دی، زه به دې وروپېژنم، د هغوی سره به په اطاق کې شې، ما هم ورسره ومنله. د اطاق په دې ملګرو کې مې یو داسې کس هم ؤ چې هغه د دفتر رئیس راغوښتی ؤ، خو په دې ورځو کې رئیس په رخصتۍ کور ته تللی ؤ، هغه ته زموږ کلیوال وویل چې تاسو دواړه به ماته امتحان راکړئ، نور خو بې له هغې هم دواړه په واسطه راغلي یاست، ان شاءالله چې په اسنادو کې به مو نور څه مشکل نه جوړېږي. موږ دواړو ده ته امتحان ورکړ او دواړو ته د پوښتنو ځوابونه هم ده راکړل. خو کله چې رئیس راغی، دواړه یې وروغوښتو او راته ویل یې تاسو دواړه به ماته د وظیفې لپاره یو یو غوښتنلیک په فارسي ولیکئ! ما ورته ویل چې په فارسي نه په پښتو به یې درته ولیکو، ځکه زه په فارسي نه پوهېږم. ده راته وویل دا ته چې چېرته وظیفه اجرا کوې، هلته څوک په پښتو نه پوهېږي. پر همدې خبره یې مجبوره کړم چې په فارسي غوښتنلیک ورته ولیکم، کله مې چې غوښتنلیک ورکړ، زما او د هغه بل کس دواړو غوښتنلیکونه یې زموږ کلیوال ته ونیول چې ما څنګه سړی راوستی دی او تا څنګه سړی راوستی. هغه چې زموږ دواړو غوښتنلیکونه وکتل، رنګ یې تک سور واوښت او ماته یې د سترګو تر کونجونو راوکتل، بېرون ته چې راووتلو، راته ویل یې، ما ویل ته به ډېر تکړه یې او پلار به دې ډېره خواري درسره کړې وې، خو ښکاري چې خونده دې نشته.

1 COMMENT

  1. ګران حبیبی صاحب اول السلام علیکم.
    لیکنه دی می ولوسته تا دخپلی قیصی یوه برخه کی افغانی عرف او کلچر ته سخت توهین کړی د کومی نجلی څهره دی ښودلی فکر نه کوم داسی به نه و .موږ افغانان ډیر ناموسداره یو که کومه سیاسره راسره په سفر کی وی ډیره یی پرده کوو خوتا دا لحاظ ندی ساتلی، فرض یی که رښتیا بعضو بی حیا خلکو ستا په خبره مزی چړچی کړی وی، خو یادون یی ضرور ندی ته په حقیقت کی سپین سترګی تشویقوی خپه دی کړمه یاره. دقلم عفت ساته بله داچی تیره نوشته کی د ازموینه کی دخپل نقل کولو کیسه رااخیتسی وه او دادی اوس د لیکلی چی اقلاً عریضه کی هم تکړه نه وی، نو دومره چی ضعیف یی دلیکوالی شوق پریږده، که مقصد دی خوش تبی وی نو هغه له شپون صاحبه زده که هغه په یوه عجبیه طریقه دا کار کوی نه ستا په شان

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب